ایران او ترکیې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i54200-ایران_او_ترکیې_د_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو د وزیر د اسیا او داوقیانوسیې د چارو مرستیال ابراهیم رحیم پور او د ترکیې دخارجه چارو دوزارت قائمقام امید یالچین پرون په انقرې کښې کتنه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د سیاسی، کلتوری او داقتصادی اړیکو د پیاوړتیا او د څو اړخیزه سیمه ایزو ملګرتیاو په تیره بیا د عراق او د سوریې د موضوع په اړه خبرې او دنظر تبادله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2017 01:35 Asia/Kabul
  • د استانه خبرې په سوریې کښې دصلحې او په سیمه کښې دثبات دټینګیدا سبب شي .
    د استانه خبرې په سوریې کښې دصلحې او په سیمه کښې دثبات دټینګیدا سبب شي .

زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو د وزیر د اسیا او داوقیانوسیې د چارو مرستیال ابراهیم رحیم پور او د ترکیې دخارجه چارو دوزارت قائمقام امید یالچین پرون په انقرې کښې کتنه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د سیاسی، کلتوری او داقتصادی اړیکو د پیاوړتیا او د څو اړخیزه سیمه ایزو ملګرتیاو په تیره بیا د عراق او د سوریې د موضوع په اړه خبرې او دنظر تبادله وکړه .

د ایران دبهرنیو چارو دوزیر د اسیا او داوقیانوسیې دچارو مرستیال ابراهیم رحیم پور په دغه کتنې کښې دترکیې  او دایران مخ په پراختیا د اړیکو ډول ډول اړخونو په تیره بیا د سوریې په اړه د استانه د خبرو اترو او په دغه هیواد کښې د ثبات او دصلحې د ټینګیدا د اهمیت په اړه  هیله څرګنده کړه او ویې ویل د استانه خبرې په سوریې کښې دصلحې او په سیمه کښې دثبات دټینګیدا سبب شی .

داستانه خبرې اترې د ایران داسلامی جمهوریت په نوښت او د ترکیې او دروسیې په ملګرتیا سره په سوریې کښې د صلحې دټینګیدا په هدف سره ترسره شوی دی .

د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان، صهیونیسټ رژیم ، امریکا ، فرانسې او د  نورو هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی چې د ولسمشر بشار اسد حکومت نسکور کړی .