ایران او ترکیې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
-
د استانه خبرې په سوریې کښې دصلحې او په سیمه کښې دثبات دټینګیدا سبب شي .
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو د وزیر د اسیا او داوقیانوسیې د چارو مرستیال ابراهیم رحیم پور او د ترکیې دخارجه چارو دوزارت قائمقام امید یالچین پرون په انقرې کښې کتنه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د سیاسی، کلتوری او داقتصادی اړیکو د پیاوړتیا او د څو اړخیزه سیمه ایزو ملګرتیاو په تیره بیا د عراق او د سوریې د موضوع په اړه خبرې او دنظر تبادله وکړه .
د ایران دبهرنیو چارو دوزیر د اسیا او داوقیانوسیې دچارو مرستیال ابراهیم رحیم پور په دغه کتنې کښې دترکیې او دایران مخ په پراختیا د اړیکو ډول ډول اړخونو په تیره بیا د سوریې په اړه د استانه د خبرو اترو او په دغه هیواد کښې د ثبات او دصلحې د ټینګیدا د اهمیت په اړه هیله څرګنده کړه او ویې ویل د استانه خبرې په سوریې کښې دصلحې او په سیمه کښې دثبات دټینګیدا سبب شی .
داستانه خبرې اترې د ایران داسلامی جمهوریت په نوښت او د ترکیې او دروسیې په ملګرتیا سره په سوریې کښې د صلحې دټینګیدا په هدف سره ترسره شوی دی .
د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان، صهیونیسټ رژیم ، امریکا ، فرانسې او د نورو هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی چې د ولسمشر بشار اسد حکومت نسکور کړی .