سوریه کیمیاوي وسلې نه لري
Sep 09, 2017 02:55 Asia/Kabul
د سوریې د حکومت لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو ادعا دروغ ده او دا تورونه سیاسي، باطل او بې بنیاده دي.
د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو د کارولو په هکله د ملګرو ملتو د بشري حقوقو په شورې پورې پیئلې د تحقیق د کمیټې ادعاو ته په ځاب کښې وویل: دمشق دا ډول وسلې په واک کښې نه لري.
فارس خبري آژانس لیکلي چې په جنیوا کښې د ملګرو ملتو په دفتر کښې د سوریې دایمي استازي حسام الدین آلا د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا مشر ته په یو پيغام کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دمشق کیمیاوي وسلې نه لري، څرګنده کړه: د کیمیاوي وسلو کارول جنایت دی.
هغه وویل چې د سوریې د حکومت لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو ادعا دروغ ده او دا تورونه سیاسي، باطل او بې بنیاده دي.
ټیګونه