اردوغان: د کردو بېلتون به د هغوی مشکلات لا زیات کړی
د ترکیې ولسمشر د دې په بیانولو سره چې د عراق د کردستان سیمې د بېلتون رېفرېنډم به له ماتې سره مخامخ شی وویل: که کردان بیل شی نو مشکلات به نور هم زیات شی.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې رجب طیب اردوغان نن وویل: جوته ده چې د عراق د کردستان سیمې د بېلتون رېفرېنډم به له ماتې سره مخامخ شی.
اردوغان په انقره کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې په خپله یوه وېنا کښې وویل: قومی جګړې د هیچا په ګټه نه دی او که د عراق کرد جدا شی نو هغه مشکلات چې هغوی یې نن په سیمه کښې لری لا زیات شی.
د عراق وزیراعظم حېدرالعبادی هم پرون په دې لړ کښې د عراق د کردستان سیمې ته د دوه اویا ګېنټو مهلت ورکړ چې پوله ایزې لارې او هوائی ډګرونه دې مرکزی حکومت ته حواله کړی.
العبادی د عراق د کردستان د سیمې د جدائۍ وروستے رېفرېنډم دعراق د اساسی قانون او نړیوالو قوانین په خلاف وبالۀ.