اردوغان: د کردو بېلتون به د هغوی مشکلات لا زیات کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i56917-اردوغان_د_کردو_بېلتون_به_د_هغوی_مشکلات_لا_زیات_کړی
د ترکیې ولسمشر د دې په بیانولو سره چې د عراق د کردستان سیمې د بېلتون رېفرېنډم به له ماتې سره مخامخ شی وویل: که کردان بیل شی نو مشکلات به نور هم زیات شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2017 11:36 Asia/Kabul
  • اردوغان: د کردو بېلتون به د هغوی مشکلات لا زیات کړی

د ترکیې ولسمشر د دې په بیانولو سره چې د عراق د کردستان سیمې د بېلتون رېفرېنډم به له ماتې سره مخامخ شی وویل: که کردان بیل شی نو مشکلات به نور هم زیات شی.

د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې رجب طیب اردوغان نن وویل: جوته ده چې د عراق د کردستان سیمې د بېلتون رېفرېنډم به له ماتې سره مخامخ شی.

اردوغان په انقره کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې په خپله یوه وېنا کښې وویل: قومی جګړې د هیچا په  ګټه نه دی او که د عراق کرد جدا شی نو هغه مشکلات چې هغوی یې نن په سیمه کښې لری لا زیات شی.

د عراق وزیراعظم حېدرالعبادی هم پرون په دې لړ کښې د عراق د کردستان سیمې ته د دوه اویا ګېنټو مهلت ورکړ چې پوله ایزې لارې او هوائی ډګرونه دې مرکزی حکومت ته حواله کړی.

العبادی د عراق  د کردستان د سیمې د جدائۍ وروستے رېفرېنډم دعراق د اساسی قانون او نړیوالو قوانین په خلاف وبالۀ.