یمن د عربستان جاسوسي ډرون نسکور کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i57077-یمن_د_عربستان_جاسوسي_ډرون_نسکور_کړ
د یمن د انصار ا... غورځنګ دافع هوا ځواک په پلازمینه صنعاء کښې د عربستان یوه بې پایلټه جاسوسي الوتکه نسکوره کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2017 14:06 Asia/Kabul
  • یمن د عربستان جاسوسي ډرون نسکور کړ

د یمن د انصار ا... غورځنګ دافع هوا ځواک په پلازمینه صنعاء کښې د عربستان یوه بې پایلټه جاسوسي الوتکه نسکوره کړه.

د یمن یوې پوځي سرچینې خبر ورکړی چې د یمن د انصار ا... دافع هوا ځواک د عربستان یو جاسوسي ډرون د صنعاء د شمال په جدر سیمه کښې د دغه ښار د هوايي ډګر په خوا کښې ویشتې ده. دا د امریکې جوړه (ایم، کیو، ۹) ډوله بې پایلټه لا الوتکه وه.

یو بل خبر وايي چې عربستاني فعالانو په ټویټر ټولنیز ویب سایټ کښې ۍد هغو ۵۷ سعودي عسکرو او افسرانو نومونه خپاره کړي چې تیره میاشت د یمن او عربستان په پولو کښې د یمن له پوځي او ولسي ځواکونو سره په نښتو کښې وژل شوي دي.

له یمن یو بل رارسیدلی خبر وايي چې د عاشورا د پيښې او د امام حسین علیه اسلام د شهادت د پيښې په کلیزه کښې په صنعاء کښې د ماتمیانو ډیره ستره اجتماع جوړه شوه.