امریکائی ائیتلاف دسوریاوالو عامه وژنه کوی
دروسیې د دفاع وزارت ویندوی ایګور کوناشنګوف په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، د داعش په ضد دمبارزې د تش په نامه نړیوال ائیتلاف دسورئې په شمال کې الرقه ښار کې د عامو خلکو پر هستوګنو سیمو سخته بمباری کوی چې له امله ئې عام خلک قربانی کیږی .
دپنجشنبې په شپه هم دامریکا په مشرۍ د دغه ائیتلاف جنګی الوتکو په رقه ښار په سختې بمبارۍ کې کابو پنځّه دیرش عام سوریاوال چې ښځې آوماشومان هم پکې ترسترګو کیدل وژلی دی . داکتوبر په څلورمه نیټه هم دامریکائی ائیتلاف جنګی الوتکو په رقه کې په لسګونو کسان په وینو کې لیت پیت کړی دی .
دسورئې حکومت په کرتو دملګروملتو سرمنشی اودامنیت شورا مشر ته دلیکونو په استولو سره له هغوی غوښتی دی ، په سورئې کې دې دامریکائی ائیتلاف دجنایتونو مخه ونیسی .