د سوریې په څو فوځی اډو د صهیونېسټانو هوائی حملې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58390-د_سوریې_په_څو_فوځی_اډو_د_صهیونېسټانو_هوائی_حملې
صهیونېسټ رژیم یو ځل بیا د سوریې په څو فوځی اډو حملې وکړې د مهر خبری اژانس د رپوټ له مخې صهیونېسټ رژیم نن اعلان وکړو چې د سوریې د فوځ په دریو اډو یې هوائی حملې وکړې.چې د زیانونو په اړه یې لا څه رپوټ نه دے خپور شوے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2017 10:52 Asia/Kabul
  • د سوریې په څو فوځی اډو د صهیونېسټانو هوائی حملې

صهیونېسټ رژیم یو ځل بیا د سوریې په څو فوځی اډو حملې وکړې د مهر خبری اژانس د رپوټ له مخې صهیونېسټ رژیم نن اعلان وکړو چې د سوریې د فوځ په دریو اډو یې هوائی حملې وکړې.چې د زیانونو په اړه یې لا څه رپوټ نه دے خپور شوے.

په دې وروستیو کلونو کښې او د سوریې د بحران له شروع کېدو وروسته صهیونېسټ رژیم له ترهه ګرو څخه د ملاتړ په خاطر د سوریې په مختلفو سیمو کښې د دغه هېواد د فوځ په سنګرونو هوائی حملې  کړی دی.

صهیونېسټ رژیم غواړی د سوریې په خلاف د خپلو فوځی تحرکاتو په زیاتولو سره د دغه هېواد په سټراټیجکو مراکزو کښې د ترهه ګرو د فعالیتونو د دوام لپاره فضاء برابره کړی.

د سوریې چارواکی وائی چې هرکله د دغه هېواد ځواکونه په پوله ایزو سیمو کښې د ترهه ګرو او تکفیری ډلو په وړاندې د کامیابۍ په حال کښې وی صهیونېسټی ځواکونه د سوریې له خاورې  څخه د هاون د توغېدو په بهانه د سوریې د فوځ په سنګرونو حملې کوی.