په یمن کښې په وبا د اخته کسانو شمیر لازیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58409-په_یمن_کښې_په_وبا_د_اخته_کسانو_شمیر_لازیات_شوی
د یمن د روغتیا او استوګنې وزارت د وبا په ناروغۍ د اخته کسانو شمیر څه باندې اتو لکو ته او د دې ناروغۍ له امله د وژل شویو کسانو شمیر دوو زرو ته د رسیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2017 17:15 Asia/Kabul
  • په یمن کښې په وبا د اخته کسانو شمیر لازیات شوی

د یمن د روغتیا او استوګنې وزارت د وبا په ناروغۍ د اخته کسانو شمیر څه باندې اتو لکو ته او د دې ناروغۍ له امله د وژل شویو کسانو شمیر دوو زرو ته د رسیدو خبر ورکړ.

د یمن د روغتیا او استوګنې وزارت د دغه هیواد د کلابندۍ او محاصرې د دوام له امله د څه باندې ۱۴ زرو ناروغانو مړ کیدو ته په اشارې سره وویل: تیري ګر، یمن ته رالیږدول کیدونکي درمل څو څو میاشتې په جیبوټي کښې ایساروي چې له امله يې یاد درمل فاسد یا ایکسپایر کیږي.

د دغه وزارت د وینا له مخې د په یمن باندې د پوځي تیري زیان، د روغتیا په برخه کښې  اتو میلیارډو یمني ریالو ته رسیدلی دی.

د یمن په هکله بل خبر دا چې د دغه هیواد لپاره د ملګرو ملتو ځآنګړی استازی اسماعیل ولد الشیخ د یمن د سولې د خبرواترو د بیاپیلولو لپاره د هلوځلو په نوي پړاو کښې چې له تیر کاله بندې شوې دي، بیګا د عربستان پلازمینې ریاض ته تللی دی.