دیمن حالات دسترې انسانی غمیزې په لور روان دی
دایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې په یمن کې انسانی غمیزه دآل سعود رژیم له خوا د دغه هیواد د کلابندۍ په دلیل په یوې سترې بوږنونکی پیښې دبدلیدو په حال کې ده، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ، په چورلټ او اغیزمن ډول دې دیمن په شخړې کې دخیل شی او دغه ا حمقانه جنګ دې پای ته ورسوی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا د ملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې دیمن بوږنونکی حالات دسعودی رژیم له خوا د دغه هیواد د هراړخیزې کلابندۍ او تیریو په نتیجې کې ډیر زیات اندیښنونکی او د سترې انسانی غمیزې په درشل کې بللی دی.
جواد ظریف ټینګار کړی ، په یمن د سعودی عربستان له دیرشو میاشتو تیریو نتیجه ، د زرګونو بې ګناه انسانانو په تیره بیا دماشومانو اوښځو د ژوند اخستل او د دغه هیواد د روغتونونو ، ښونځیو، خوراکی ګودامونو او دبریښنا کوټونو پشمول د دغه هیواد دښایریزو اوغیر پوځی تاسیساتو اوبین بینائیو له ورانولو او له خپلو لومړنیو اړتیا د یمن دمظلوم اوبې وځله ولس له محرومولو پرته بل هیڅ شی نه دی .
دایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې په یمن کې انسانی غمیزه دآل سعود رژیم له خوا د دغه هیواد د کلابندۍ په دلیل په یوې سترې بوږنونکی پیښې دبدلیدو په حال کې ده، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ، په چورلټ او اغیزمن ډول دې دیمن په شخړې کې دخیل شی او دغه ا حمقانه جنګ دې پای ته ورسوی .
هغه روښانه کړې و اسلامی ایران تل وئیلی دی ، دیمن دبحران یوازینۍ حل لاره د ټولو سیاسی ډلو اوګوندونو په ګډون سره دملی حکومت جوړیدا او په دغه هیواد کې د ځینو نورو هیوادونو نه لاسوهنه ده .