په سورئې کې دایران،روسیې اوترکیې ملګرتیاؤ ښې نتیجې درلودلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59228-په_سورئې_کې_دایران_روسیې_اوترکیې_ملګرتیاؤ_ښې_نتیجې_درلودلی_دی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین زیاته کړې ورسیه به دسورئې دبحران دحل لپاره له ترکیې اوایران سره خپلو ملګرتیاؤ ته دوام ورکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 14, 2017 03:12 Asia/Kabul
  •  په سورئې کې دایران،روسیې اوترکیې ملګرتیاؤ ښې نتیجې درلودلی دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین زیاته کړې ورسیه به دسورئې دبحران دحل لپاره له ترکیې اوایران سره خپلو ملګرتیاؤ ته دوام ورکړی .

مهر خبری آژانس راپورورکړی ، دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین   دروسیې  په  سوچی ښار کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره   په  کتنې کې  په دې خبرې په ټینګار سره چې  له ایران اوترکیې سره د ماسکو  ملګرتیا،  په سورئې کې   ا وڅاره بریالیتوبونه درلودلی ، روښانه کړې ،   په سورئې کې دخبرواترو لپاره  ښه شرائط برابر شوی دی .

  هغه زیاته کړې ورسیه  به  دسورئې دبحران  دحل لپاره له ترکیې اوایران سره  خپلو ملګرتیاؤ ته دوام ورکړی .

   دترکیې ولسمشر  رجب  طیب اردوغان هم په دغې کتنې کې  دآستانې خبرواترو مثبت بهیر ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  ترکیه اوروسیه ،  دسورئې دبحران پشمول  په ټولو زمینو کې  سره   غږمله اقدامات کوی .

 دترکیې  ولسمشر همدرااز   د خپل هیواد او روسیې  ترمینځ د اړیکو دلاپراختیا غوښتنه کړې ده.

د سورئې  دبدلونونو په باب یو بل خبر دا چې   داعشی ترهه ګرو   دسورئې په ختیځ کې په دیرالزور  هوائی دګر  حمله کړې  چې  دسورئې دپوځ اومتحدانو په سخت مقاومت او  په موقعې  کلک ځواب سره  له ما تې سره مخ شوې ده . 

 راپورښئ  له حملې وروسته  ددیرالزور هوائی ډګر   یوه برخه تر دوو ساعتونوپورې  له داعشی ترهه ګرو  سره په اختیار کې وه ، خو   دسورئې دپوځ اومتحدانو  په موقعې ځوابی اقدام سره  له دغو سیمو په شا شول او د دیرالزور  ددښتو په لور  په تښتې شول .

 راپور ښئ  له دغې  شخړې  څو  ساعته وروسته  د دیرالزور هوائی ډګره بیرته الوتونه پیل شوی دی