آل سعود رژیم له داعش،القاعدې اوالنصره،لازیات ماشومان وژنی
آل حبیب په یمن کې د آ ل سعود رژیم په جنایتونو د سترګو دپټولو په دلیل دبشری حقوقو په اورګانونو په سختو نیوکو سره ټینګار کړی ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دنړیوالې ټولنې دشریک په توګه دسعودی عربستان یوځای کیدا پر انسانیّت او بشری حقوقو دملنډو وهلو په معنا ده .
فارس خبری آژانس راپورورکړ په ملګرملتو کې داسلامی ایران د دایمی استازی مرستیال اسحاق آ حبیب پرون مازدیګر په ملګروملتو کې د سعودی رژیم داستازی دسپکاویو په ځواب کې چې د دغې موسسې دعمومی اسمبلۍ په دریمې کمیټې کې او دایران دبشری حقوقو دچلندونو په ضد دکنیډا د وړاندیزی پریکړه لیک دارزونې په موضوع سره مطرح شوې روښانه کړې ، سعودی عربستان ، دالقاعدې ،داعش او النصره جبهې پشمول دترهه ګرو ډلو له ټولګې لازیات په یمن او درستې نړۍ کې ماشومان وژنی.
آل حبیب په یمن کې د آ ل سعود رژیم په جنایتونو د سترګو دپټولو په دلیل دبشری حقوقو په اورګانونو په سختو نیوکو سره ټینګار کړی ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دنړیوالې ټولنې دشریک په توګه دسعودی عربستان یوځای کیدا پر انسانیّت او بشری حقوقو دملنډو وهلو په معنا ده .
په ملګروملتو کې دایران ددایمی استازی مرستیال په دې خبرې په ټینګار سره چې سرونو دغوڅولو پشمول دسعودی عرب درژیم او داعش تکفیری ډلې دجنایتونو یو شان والی کوم تصادف نه دی ،روښانه کړې ؛ داعش او عربستان په یوې ګډې آئیډیالوژۍ کې سره ملګری دی او له خپل ځانه پرته دمسلمان اوغیر مسلمان پشمول ټول کافر او مرتد ګڼی .
په ملګروملتو کې د عربستان استازی عبدا....المعلمی په دغې غونډې کې د چټی ادعاګانو په تکرارولو سره اسلامی ایران دبشری حقوقو خلاف ورزی کونکی بللی .
دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ دریمې کمیټې پرون دبې ثبوته تورونو په تکرارولو سره دایران دبشری حقوقو د وضعیّت په ضد دکینیډا وړاندیزی پریکړه لیک په کمو رایو سره تصویب کړ ،په داسې حال کې دسعودی عربستان اوصهونیسټی رژیم په څیر دماشوم وژونکو پر جنایتونو ئې سترګې پټې کړی ډی .