په یمن کې د ډیفیټریاناروغۍدخپریدوخطره دغه ملت ګواښی
ډیفیټریا ناروغی یوه عفونی او زرخوریدونکی او وژونکی ناروغی ده چې دانسان تنفسی سسټم له مشکلاتو سره مخامخ کوی ، دمرۍ درد ، تبه ،ټوخی ، او دغږ بندیدا ئې نښې نښانې دی او د ناروغد حالاتو دخرابیدو په بڼه کې دانسان د بډورو ،زړه دناروغیو او دغه راز دفلچ کیدو لامل کیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ د روغتیا د نړیوالې ادارې ویندوی کریسټّین لینډمیر په یمن کې د ډیفیټریا ناروغۍ د خپریدو په باب په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی ، دنومبر تر اتمې نیټې پورې په یمن کې د ډیفیټریا ناروغۍ باندې د یو سل اتلسو کسانو دککړتیا موردونه پیژندل شوی دی .
ډیفیټریا ناروغی یوه عفونی او زرخوریدونکی او وژونکی ناروغی ده چې دانسان تنفسی سسټم له مشکلاتو سره مخامخ کوی ، دمرۍ درد ، تبه ،ټوخی ، او دغږ بندیدا ئې نښې نښانې دی او د ناروغد حالاتو دخرابیدو په بڼه کې دانسان د بډورو ،زړه دناروغیو او دغه راز دفلچ کیدو لامل کیږی .
په یمن دسعودی عربستان د بې آمانه بمباریو او توغندوی حملو په دوام او د دغه هیواد دبیخ بینائی تاسیساتو په تیره بیا د اوبو رسونې د چینلونو په تباه کیدو سره وبا ناروغی هم په دغه بې وزله هیواد کې په چټکۍ سره په خوریدو ده .
ترد ې دمه په یمن کې کابو دوه نیم زره هغه ناروغان چې په وبا ککړ شوی وو خپل ژوند ئې له لاسه ورکړی دی .
دروغتیا دنړیوالې ادارې د راپور په اساس همداراز په یمن کې په دغې ناروغۍ کابو اته نیم لکه کسان ککړ شوی دی .