امریکا په سیمې اونړۍ کې د ترهه ګرو ملاتړ کوی
د ترکیې لومړی وزیر همداراز ټینګار کړی ، که امریکا دسورئې دکرد ډیموکراټیک ګوند (پی وائی ډی ) ته د وسلو اوتجهیزاتو لیږدولو ته دوام ورکړی ، نو ترکیه به له واشنګټن سره خپلې اړیکې غوڅې کړی .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ دترکیې لومړی وزیر بن علی یلدریم وئیلی امریکا له داعشی ترهه ګرو دسورئې دشمال الرقه ښار دپاکولو په ځای ، له خپلو وسلو سره یو ځای له دغه ښاره دهغوی دوتلو ملاتړ کړی .
د ترکیې لومړی وزیر همداراز ټینګار کړی ، که امریکا دسورئې دکرد ډیموکراټیک ګوند (پی وائی ډی ) ته د وسلو اوتجهیزاتو لیږدولو ته دوام ورکړی ، نو ترکیه به له واشنګټن سره خپلې اړیکې غوڅې کړی .
ترکیې په کرتو دامریکا له خوا د سورئې د کردانو په وسلو سنبالولو اعتراض کړی دی .
ترکیې دسورئې په شمال کې د کردانو دنفوذ دزیاتیدا په باب داندیښنو په ښودلو سره وئیلی دی ، په سورئې کې د کرد ډلو په قدرتمنیدا سره به د دترکیې امنیت له خطرې سره مخ شی ، ځکه دوی دترکیې دکردستان کارګرانو ګوند( پی کې کې ) سره نزدې اړیکې لری ، هغه ډله چې ترکیه ئې ترهه ګره ګڼی .
راپورونه ددې ښودنه کوی چې امریکا د ډیموکراټیک ځواک په نامې سره دسورئې د وسلوالو ډلو له لارې هڅه کوی ، څو دسورئې پوځ له ترهه ګرو ډلو تیلی زیرمې بیرته وانخستل شی .
دسورئې شخړه له ۲۰۱۱کاله راهسې د امریکا او دهغې دمتحدانو سعودی عربستان ،ترکیې او قطر په ملاتړ او دتکفیری ترهه ګرو او جنایتکارو ډلو په پراخو یرغلونوسره د صهونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو په خاطر پیل شوې او بلاخره هم د همدغو جنایتکارو اوسپیرو ډلو دله مینځه تلو سره به پای ته ورسیږی .