امریکا په سیمې اونړۍ کې د ترهه ګرو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59259-امریکا_په_سیمې_اونړۍ_کې_د_ترهه_ګرو_ملاتړ_کوی
د ترکیې لومړی وزیر همداراز ټینګار کړی ، که امریکا دسورئې دکرد ډیموکراټیک ګوند (پی وائی ډی ) ته د وسلو اوتجهیزاتو لیږدولو ته دوام ورکړی ، نو ترکیه به له واشنګټن سره خپلې اړیکې غوڅې کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 15, 2017 04:21 Asia/Kabul
  • امریکا په سیمې  اونړۍ کې د ترهه ګرو ملاتړ کوی

د ترکیې لومړی وزیر همداراز ټینګار کړی ، که امریکا دسورئې دکرد ډیموکراټیک ګوند (پی وائی ډی ) ته د وسلو اوتجهیزاتو لیږدولو ته دوام ورکړی ، نو ترکیه به له واشنګټن سره خپلې اړیکې غوڅې کړی .

   ایرناخبری آژانس راپور ورکړ    دترکیې لومړی وزیر  بن علی یلدریم  وئیلی   امریکا   له داعشی ترهه ګرو   دسورئې  دشمال   الرقه  ښار  دپاکولو په ځای   ،  له خپلو وسلو سره یو ځای   له دغه ښاره دهغوی دوتلو  ملاتړ کړی .

  د ترکیې لومړی وزیر  همداراز ټینګار کړی ،  که امریکا  دسورئې  دکرد ډیموکراټیک ګوند (پی وائی ډی ) ته  د وسلو اوتجهیزاتو لیږدولو ته دوام  ورکړی ، نو ترکیه به  له واشنګټن سره  خپلې اړیکې غوڅې کړی . 

 ترکیې   په کرتو  دامریکا له خوا د سورئې د کردانو په وسلو سنبالولو  اعتراض کړی دی .

 ترکیې  دسورئې په شمال کې د کردانو دنفوذ  دزیاتیدا په باب  داندیښنو په  ښودلو سره وئیلی دی ،   په سورئې کې د کرد ډلو په قدرتمنیدا سره  به د دترکیې  امنیت  له خطرې سره مخ شی  ، ځکه  دوی  دترکیې دکردستان کارګرانو ګوند( پی کې کې )   سره  نزدې اړیکې لری ، هغه ډله چې ترکیه  ئې ترهه ګره  ګڼی .

راپورونه ددې ښودنه کوی چې  امریکا  د ډیموکراټیک ځواک په نامې سره  دسورئې  د وسلوالو ډلو  له لارې  هڅه کوی ، څو  دسورئې پوځ  له ترهه ګرو  ډلو  تیلی زیرمې بیرته وانخستل شی .

دسورئې شخړه   له ۲۰۱۱کاله راهسې   د امریکا  او دهغې دمتحدانو  سعودی عربستان ،ترکیې او قطر په ملاتړ  او دتکفیری ترهه ګرو   او جنایتکارو ډلو  په پراخو یرغلونوسره  د صهونیسټ رژیم   په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو په خاطر پیل شوې   او بلاخره  هم د  همدغو جنایتکارو  اوسپیرو  ډلو  دله مینځه تلو  سره به  پای ته ورسیږی .