په خپلې ژمنې ولاړ یم او لبنان ته به ستنیږم
Nov 15, 2017 18:20 Asia/Kabul
د لبنان وزیراعظم سعد الحریري وايي، لکه څنګه یې چې مخکښې ژمنه کړې وه، لبنان ته ستنیږي.
د العالم د رپورټ له مخې سعد الحریري دا خبره پس له دې کړې چې د لبنان ولسمشر میشل عون نن وویل: له استعفا دولس ورځې وروسته د الحریري د ستنیدو لپاره هیڅ توجیه نشته، لبنان هغه یو نیول شوی کس ګڼي او دا د ویانا د موافقې خلاف کار دی.
هغه څرګنده کړه چې لبنان د سعد حریري د ستنیدو لپاره ضروري تدابیر غوره کړي دي او نه مني چې هغه دې یرغمل وي.
میشل عون وویل: تاییدوم چې د سعد حریري کورنۍ هم په سعودي عربستان کښې نیوله شوې ده او له کوره د وتلو او ورته د ننوتلو په وخت یې تلاشي اخیستل کیږي.
ټیګونه