عربستان پر تاریخی واقعیتونو خپلې سترګې پټې کړی دی
د اسلامی ایران لوړپوړو چارواکو په کرتو په دې خبرې په ټینګار سره چې سعودی عربستان هماغه راز په سیمې کې د تیرو کلونو بې ګټې او زیات لګښتی اوتیروتی کړچار تعقیبوی ، وئیلی دی ، ریاض باید په دور اندیشۍ او دخپلو ګټو او مسئولیتونو په اساس ، دسمیې واقعیتونه په سمه او له تعصب او هرډول ځِل پرته ومنی .
داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جوادظریف مجلس خبری آژانس سره په خبرو کې روښانه کړې ، سعودیان تاریخی واقعیتونو ته له پامه پرته غلیمانه اوجاهلانه اقدامات کوی چې تراوسه پورې ئې یوازې خپلو ګټو ته تاوان رسولی دی .
هغه دسعودی عرب د ولی عهد محمد بن سلمان دتاؤتریخجنو سیاستونو او دایران اوعربستان ترمینځ دنښتې داحتمال په باب ووئیل ، دایران داسلامی جمهوریت سیاستونه تل دمنطق او عقل په اساس دی .
دایران خارجه وزیر ووئیل ، اسلامی ایران دجنګ اوتاؤتریخوالی دزیاتولو په ځای په سیمې کې دسولې اوثبات په ټینګیدا پسې دی .
جواد ظریف په یمن ،سورئې ،عراق او لبنان کې دسعودی عربستان ورانکارو سیاستونو ته اشاره وکړه او وې وئیل ، دسیمې خلکو له دغو سیاستونو ډیر زیات ګوزارونه خوړلی دی او اړتیا ده چې دغه بهیر ودرول شی .
دایران خارجه وزیر له دې مخکې هم وئیلی وو ، چې سعودی عربستان په سیمې کې سرزوریو ،تیریګرو جنګونو، بې ثباته کونکو چلندونو او خطرناکو لمسونکو اقداماتو باندې بوخت دی او ایران د دغو اقداماتو د نتیجو په خاطر ګرم ګڼی .