عربستان پر تاریخی واقعیتونو خپلې سترګې پټې کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59346-عربستان_پر_تاریخی_واقعیتونو_خپلې_سترګې_پټې_کړی_دی
د اسلامی ایران لوړپوړو چارواکو په کرتو په دې خبرې په ټینګار سره چې سعودی عربستان هماغه راز په سیمې کې د تیرو کلونو بې ګټې او زیات لګښتی اوتیروتی کړچار تعقیبوی ، وئیلی دی ، ریاض باید په دور اندیشۍ او دخپلو ګټو او مسئولیتونو په اساس ، دسمیې واقعیتونه په سمه او له تعصب او هرډول ځِل پرته ومنی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2017 10:34 Asia/Kabul
  • عربستان پر تاریخی واقعیتونو خپلې سترګې پټې کړی دی

د اسلامی ایران لوړپوړو چارواکو په کرتو په دې خبرې په ټینګار سره چې سعودی عربستان هماغه راز په سیمې کې د تیرو کلونو بې ګټې او زیات لګښتی اوتیروتی کړچار تعقیبوی ، وئیلی دی ، ریاض باید په دور اندیشۍ او دخپلو ګټو او مسئولیتونو په اساس ، دسمیې واقعیتونه په سمه او له تعصب او هرډول ځِل پرته ومنی .

داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جوادظریف  مجلس خبری آژانس سره په خبرو کې  روښانه کړې ، سعودیان  تاریخی واقعیتونو ته له پامه پرته  غلیمانه اوجاهلانه اقدامات کوی چې تراوسه  پورې  ئې یوازې خپلو ګټو ته تاوان رسولی دی .

 هغه   دسعودی عرب د ولی عهد  محمد بن سلمان  دتاؤتریخجنو سیاستونو  او  دایران اوعربستان ترمینځ  دنښتې داحتمال  په باب   ووئیل ،  دایران داسلامی جمهوریت سیاستونه تل    دمنطق  او عقل په اساس  دی .

  دایران خارجه وزیر ووئیل ،  اسلامی  ایران   دجنګ اوتاؤتریخوالی  دزیاتولو په ځای  په سیمې کې   دسولې اوثبات په ټینګیدا پسې  دی .

  جواد ظریف  په یمن ،سورئې ،عراق او لبنان کې  دسعودی عربستان  ورانکارو سیاستونو ته اشاره وکړه او وې وئیل ،  دسیمې خلکو  له دغو سیاستونو ډیر زیات ګوزارونه خوړلی دی  او اړتیا ده چې دغه بهیر ودرول شی .

  دایران خارجه وزیر له دې مخکې هم وئیلی وو ، چې  سعودی عربستان   په سیمې کې  سرزوریو ،تیریګرو جنګونو،  بې ثباته کونکو چلندونو  او خطرناکو لمسونکو اقداماتو   باندې بوخت دی  او ایران  د دغو اقداماتو د نتیجو په خاطر ګرم ګڼی .