دعراق د راوه ښار شاوخوا پنځلس کلی له داعشیانو آزاد شول
دعراق پوځ او قبایلی بسیجی ځواک نن سهار په عراق کې د داعشی تکفیری ترهه ګرو ترکنټرول لاندې د وروستۍ سیمې په توګه د سورئې په پولې کې دالانبار ولایت راوه ښار دآزادولو عملیات پیل کړی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ دعراق دالانبار ولایت دقبایلی بسیحی لښکر ویندوی غسان العیثاوی نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دعراق امینی ځواک او مبارز ولسی ځواک دالانبار ولایت دراوه ښار په شاوخوا کې پنځلس کلی آزاد کړی او کابو پنځه څلویښت داعشی تکفیریان ئې هم هلاک کړی دی .
هغه وئیلی پوځی یونټونو د عراق دولسی مبارز ځواک په ملاتړ سره له دغه بریالیتوب وروسته خپل پرمختګ ته دوام ورکړی او ډیر زر به الراوه ښار هم د داعشی تفکیریانو له سپیرو منګولو بشپړ آزاد شی .
العیثاوی وئیلی ، د راوه ښار په لور دعراقی ځواکونو له پرمختګ سره په یووخت دپوځ جنګی الوتکې هم د ترهه ګرو پر مورچلو بمبارۍ کوی او تراوسه پورې پکې پنځه څلویښت ترهه ګر هلاک او په لګسونو نور ټپیان شوی دی .
دعراق پوځ او قبایلی بسیجی ځواک نن سهار په عراق کې د داعشی تکفیری ترهه ګرو ترکنټرول لاندې د وروستۍ سیمې په توګه د سورئې په پولې کې دالانبار ولایت راوه ښار دآزادولو عملیات پیل کړی دی .