دعراق د راوه ښار شاوخوا پنځلس کلی له داعشیانو آزاد شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59351-دعراق_د_راوه_ښار_شاوخوا_پنځلس_کلی_له_داعشیانو_آزاد_شول
دعراق پوځ او قبایلی بسیجی ځواک نن سهار په عراق کې د داعشی تکفیری ترهه ګرو ترکنټرول لاندې د وروستۍ سیمې په توګه د سورئې په پولې کې دالانبار ولایت راوه ښار دآزادولو عملیات پیل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2017 11:45 Asia/Kabul
  •   دعراق د راوه ښار شاوخوا پنځلس کلی  له داعشیانو  آزاد شول

دعراق پوځ او قبایلی بسیجی ځواک نن سهار په عراق کې د داعشی تکفیری ترهه ګرو ترکنټرول لاندې د وروستۍ سیمې په توګه د سورئې په پولې کې دالانبار ولایت راوه ښار دآزادولو عملیات پیل کړی دی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  دعراق   دالانبار ولایت دقبایلی بسیحی لښکر  ویندوی غسان العیثاوی  نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  دعراق  امینی ځواک  او مبارز  ولسی ځواک  دالانبار ولایت  دراوه ښار په شاوخوا کې  پنځلس کلی آزاد کړی او  کابو پنځه څلویښت داعشی تکفیریان  ئې هم هلاک کړی دی .

  هغه  وئیلی  پوځی یونټونو  د عراق دولسی مبارز ځواک  په ملاتړ سره  له  دغه بریالیتوب وروسته خپل پرمختګ ته دوام ورکړی   او ډیر زر به  الراوه ښار هم د داعشی تفکیریانو له سپیرو منګولو بشپړ آزاد شی .

العیثاوی  وئیلی ،   د راوه ښار  په لور دعراقی ځواکونو له پرمختګ سره په یووخت   دپوځ جنګی الوتکې هم  د ترهه ګرو پر مورچلو بمبارۍ کوی  او تراوسه پورې  پکې  پنځه څلویښت ترهه ګر هلاک او په لګسونو نور ټپیان شوی دی .   

دعراق  پوځ او قبایلی بسیجی ځواک  نن  سهار   په عراق کې  د داعشی تکفیری ترهه ګرو  ترکنټرول لاندې  د وروستۍ سیمې په توګه  د سورئې  په پولې کې  دالانبار ولایت   راوه ښار دآزادولو عملیات  پیل کړی دی .