دعراق راوه ښار به بشپړ ډول له داعشی تکفیریانو پاک شو
دعراق پوځ او قبایلی بسیجی لښکر نن سهار په عراق کې د داعشی ترهه ګرو ترکنټرول لاندې د خورا وروستۍ سیمې په توګه د سورئې په پولې کې د الانبار ولایت د راوه ښار دآزادولو عملیات پیل کړی وو چې بلاخره له څو ساعته عملیاتو وروسته ئې دغه ښار په بشپړ ډول آزاد کړی او نوره په عراق کې د داعشی تکفیریانو دپټیدو لپاره هیڅ ځای نه دی پاتې شوی .
زمونږخبریال راپورراکړ د عراق دګډو ځواکونو د عملیاتو قوماندان تورن جنرال رشید یارا.... نن ماسپښین اعلان کړی ، دعراق امنیتی ځ واک دالانبار ولایت په لویدیځ کې راوه ښار د تکفیری داعشی ترهه ګرو له سپیرو منګولو آزاد کړ .
هغه وئیلی ، دپوځ یونټونو او دقبایلی بسیجی لښکر نن د راوه ښار دآزادولو دعملیاتو له پیلیدو څو ساعته وروسته راوه سیمه په بشپړ ډول له تکفیری ترهه ګرو پاکه کړې او د دغه ښار په ودانیو ئې د عراق بیرغ رپاولی دی .
په عین حال کې دعراق د پوځ یوه قوماندان تورن جنرال عبدالزوبعی هم وئیلی دی ، دعراق ځواکونه له ډول ډول بمونو اوماینونو او دهغو ګاډو چې چاودیدونکی توکی پکې ځای په ځای شوی وی ، دښار په پاکولو بوخت دی .
دعراق دکورنیو چارو وزیر قاسم الاعرجی هم وئیلی دی ، د راوه ښار په آزادولو سره په عراق کې د داعش تکفیری ډلې کار تمام شوی دی .