دعراق راوه ښار به بشپړ ډول له داعشی تکفیریانو پاک شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59355-دعراق_راوه_ښار_به_بشپړ_ډول_له_داعشی_تکفیریانو_پاک_شو
دعراق پوځ او قبایلی بسیجی لښکر نن سهار په عراق کې د داعشی ترهه ګرو ترکنټرول لاندې د خورا وروستۍ سیمې په توګه د سورئې په پولې کې د الانبار ولایت د راوه ښار دآزادولو عملیات پیل کړی وو چې بلاخره له څو ساعته عملیاتو وروسته ئې دغه ښار په بشپړ ډول آزاد کړی او نوره په عراق کې د داعشی تکفیریانو دپټیدو لپاره هیڅ ځای نه دی پاتې شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2017 14:15 Asia/Kabul
  • دعراق راوه  ښار به بشپړ ډول له داعشی تکفیریانو پاک شو

دعراق پوځ او قبایلی بسیجی لښکر نن سهار په عراق کې د داعشی ترهه ګرو ترکنټرول لاندې د خورا وروستۍ سیمې په توګه د سورئې په پولې کې د الانبار ولایت د راوه ښار دآزادولو عملیات پیل کړی وو چې بلاخره له څو ساعته عملیاتو وروسته ئې دغه ښار په بشپړ ډول آزاد کړی او نوره په عراق کې د داعشی تکفیریانو دپټیدو لپاره هیڅ ځای نه دی پاتې شوی .

 زمونږخبریال راپورراکړ د عراق  دګډو ځواکونو د عملیاتو قوماندان  تورن جنرال  رشید یارا....  نن   ماسپښین   اعلان کړی ،  دعراق امنیتی ځ واک   دالانبار ولایت  په لویدیځ کې  راوه ښار  د تکفیری داعشی ترهه ګرو له سپیرو منګولو آزاد کړ .

 هغه وئیلی ،  دپوځ یونټونو او دقبایلی  بسیجی لښکر  نن  د راوه ښار دآزادولو دعملیاتو له پیلیدو   څو ساعته وروسته  راوه سیمه په بشپړ ډول   له تکفیری ترهه ګرو پاکه کړې  او  د دغه ښار  په ودانیو ئې د عراق بیرغ رپاولی دی .

 په عین حال کې   دعراق د پوځ یوه قوماندان  تورن جنرال  عبدالزوبعی  هم وئیلی دی ، دعراق ځواکونه  له ډول ډول بمونو اوماینونو  او  دهغو ګاډو  چې  چاودیدونکی توکی پکې ځای په ځای شوی وی ،  دښار په پاکولو بوخت دی .

 دعراق دکورنیو چارو وزیر  قاسم الاعرجی  هم وئیلی دی ،  د راوه ښار  په آزادولو سره   په عراق کې د داعش تکفیری ډلې  کار تمام شوی دی .