دسعودی عربستان دپاچا څنګةکیدا احتمال زیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59375-دسعودی_عربستان_دپاچا_څنګةکیدا_احتمال_زیات_شوی_دی
دعربتسان دپخوانی پاچا زوی متعب بن عبدا.... سره د نورو پنځه شهزادګانو له نیول کیدا او سختې شکنجې وروسته روغتون ته منتقل شوی دی چې وئیل بدنی وضعیّت ئې تر خطرناک حده دی او په سی سی یو کې ساتل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2017 09:13 Asia/Kabul
  •   دسعودی عربستان دپاچا څنګةکیدا احتمال زیات شوی دی

دعربتسان دپخوانی پاچا زوی متعب بن عبدا.... سره د نورو پنځه شهزادګانو له نیول کیدا او سختې شکنجې وروسته روغتون ته منتقل شوی دی چې وئیل بدنی وضعیّت ئې تر خطرناک حده دی او په سی سی یو کې ساتل کیږی .

 العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړی د  سعودی عربستان   د رژیم یو سخت نیوکه کونکی او ټولنیز فعال   او ایشواکونکی  مجتهد  وئیلی دی ،  په راتلونکو څو ورځو  کې  ممکنه د ه د سعودی عربستان پاچا  ملک سلمان بن عبدالعزیز  دخپل زوی محمد بن سلمان  په ګټه  له قدرته څنګةشی .

  مجتهد  پرون پخپلې ټولنیزې پاڼې  کې   د اووړی  دچټیو د تیرولو لپاره   مراکش ته  ته  سلمان بن عبدالعزیز   د درې ورځنی سفر  ځنډیدو ته په اشارې سره  لیکلی دی ،  په زیات احتمال سره  دسعودی عربستان  پاچا  مراکش ته له تلو مخکې  دخپل زوی محمد بن سلمان  په ګټه  له قدرته  څنګة کیږی . 

 ټاکل شوې ده د عربستان پاچا  د جولائی په ۲۱ مراکش ته لاړ شی ،  چې دغه  کار  ئې دنومبر تر څلورویشتمې نیټې پورې وځنډاوۀ . 

 دعربستان پاچا   دپنجشنبې  شپې   په وروستیو  ساعتونو کې  په یوه نوی فرمان کې  دهیواد  د اطلاعاتو  دمشرۍ  په نامه  د یوه اورګان دتاسیس  حکم صادر کړ . 

 د دغه  حکم  له امله ،  له دې وروسته   ټول امنیتی اواستخباراتی اورګانونو سره اړوننده  فعالیتونه  د دغه اورګان  تر نظر لاندې کار کوی  او  دغه اورګان به  هم د سعودی در ژیم   دکابینې له مشر (پاچا) سره  ملګرتیا اوارتباط  ولری . په دغه فرمان سره ،  عملا  د سعودی عربستان   د کورنیو چارو وزارت  ټول امنیتی اختیارات  چې   د دغه هیواد د لیرې کړائ شوی  ولی عهد   او دهغه ورارۀ محمد بن نایف  په  اختیار کې وو،  له دغه وزارته سلب شوی دی .

  همداراز العالم ټیلیویژنی چینل په یوه بل راپور کې وئیلی دی ، دعربتسان  دپخوانی پاچا  زوی  متعب بن عبدا....  سره د  نورو پنځه شهزادګانو  له نیول کیدا   او  سختې شکنجې وروسته  روغتون  ته منتقل شوی دی چې  وئیل  بدنی وضعیّت  ئې تر خطرناک حده  دی او په سی سی یو  کې ساتل کیږی . خو  د سعودی  چارواکی  ادعا کوی ،  شهزادګان  له ناکامې خودکشۍ پسې زخمی شوی دی ، خو د هغوی پر بدن دشکنجې  آثار  له ورایه  ښکاری .