دیمن ظالمانه کلابندی دې سملاسی ختمه شی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59382-دیمن_ظالمانه_کلابندی_دې_سملاسی_ختمه_شی
دخواړو، روغتیا او یونیسف نړیوالو ادارو مشرانو ډیویډبیزلی ،ټډرس آډهنم او آنتونی لیک دیوې ګډې ا علامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د یولس میلیون ماشومانو پشمول څه دپاسه شل میلیون یمن وال دانسان دوستۍ مرستو ته سملاسی اړتیا لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2017 11:15 Asia/Kabul
  • دیمن ظالمانه  کلابندی دې  سملاسی ختمه شی

دخواړو، روغتیا او یونیسف نړیوالو ادارو مشرانو ډیویډبیزلی ،ټډرس آډهنم او آنتونی لیک دیوې ګډې ا علامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د یولس میلیون ماشومانو پشمول څه دپاسه شل میلیون یمن وال دانسان دوستۍ مرستو ته سملاسی اړتیا لری .

 ایرناخبری  آژانس  راپورو رکړدغو درو واړو نړیوالو ادارو پخپلې اعلامیې کې ټینګار کړی ،  کابو څوارلس میلیون اته لکه  یمن وال  له لومړنیو روغتیائی  اړتیاؤ  هم بې برخې دی  او څلور لکه ماشومان هم  د ناوړه خواړو  له جدی خطرې سره لاس اوګریوان دی .

  په  یمن دعربستان  دبې آمانه  حملو په دوام  او  د دغه هیواد د  بیخ بینائی تاسیساتو په  تیره بیا د  اوبو  رسونې دچینلونو په تباه کیدو سره  په یمن کې د وبا مرګونی ناروغی  په پراخ ډول په پراخیدو ده .

 دروغتیا د نړیوالې ادارې  دراپور په اساس ،  تراوسه پورې     کابو دوه نیم زره یمن والو  د وبا ناروغۍ   له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  وهمداراز  په دغې ناروغۍ  په دغه بې وزله عربی هیواد کې  کابو نهه لکه  کسان ککړ شوی هم دی .