سعد حریری ترچارشنبې پورې لبنان ته بیرته ستنیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59384-سعد_حریری_ترچارشنبې_پورې_لبنان_ته_بیرته_ستنیږی
لبنان دولسمشر پشمول د دغه هیواد لوړپوړی چارواکی پر عربستان تور لګوی چې سعد حریری ئې برمته کړی او له نیول کیدو وروسته ئې استعفا ورکولو ته اړ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2017 11:37 Asia/Kabul
  • سعد حریری ترچارشنبې پورې لبنان ته بیرته ستنیږی

لبنان دولسمشر پشمول د دغه هیواد لوړپوړی چارواکی پر عربستان تور لګوی چې سعد حریری ئې برمته کړی او له نیول کیدو وروسته ئې استعفا ورکولو ته اړ کړی دی .

دلبنان لومړی وزیر سعد حریری   د دغه  هیواد له ولسمشر میشل عون سره  په ټیلیفونی تماس کې  وئیلی دی ،تر چارشنبې ورځې پورې به  د  خپلواکۍ د جشن په دستورو کې د ګډون په خاطر په لبنان کې وی .

 دنومبر ۲۲نیټه ،  دلبنان دخپلواکۍ ورځ ده او   د دغه هیواد ولس هرکال  په دغه ورځ جشنونه جوړوی

 المیادین ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ    دعربستان په ریاض کې د سعد حریری  له دوه اونۍ شتونه وروسته  هغه  نن سهار  دفرانسې پاریس  ته تللی دی .  سعد حریری  د نومبر په څلورمه  نیټه     دسعودی عربستان په ریاض کې  په مشکوک  ډول او   دهغه  لیکل شوی متن له لارې  چې    ورته برابر کړائ شوی ؤ  ،  دلبنان له صدراعظمۍ  استعفی ورکړه .

  لبنان دولسمشر پشمول د دغه هیواد لوړپوړی چارواکی  پر عربستان  تور لګوی چې  سعد حریری  ئې برمته کړی او  له نیول کیدو وروسته ئې  استعفا ورکولو ته اړ کړی دی .

الاخبار ورځپاڼې  هم لیکلی دی ،  فرانسې ته  له سعد حریری سره په د غه سفر کې  یوازې دهغه میرمن  لاره العظم  ملګرې  ده   او دهغه لور لؤلؤه او  عبدالعزیز  د ښونځی او کلاسونو په پلمه   په ریاض کې پاتې   کړای شوی دی.