سعد حریری ترچارشنبې پورې لبنان ته بیرته ستنیږی
لبنان دولسمشر پشمول د دغه هیواد لوړپوړی چارواکی پر عربستان تور لګوی چې سعد حریری ئې برمته کړی او له نیول کیدو وروسته ئې استعفا ورکولو ته اړ کړی دی .
دلبنان لومړی وزیر سعد حریری د دغه هیواد له ولسمشر میشل عون سره په ټیلیفونی تماس کې وئیلی دی ،تر چارشنبې ورځې پورې به د خپلواکۍ د جشن په دستورو کې د ګډون په خاطر په لبنان کې وی .
دنومبر ۲۲نیټه ، دلبنان دخپلواکۍ ورځ ده او د دغه هیواد ولس هرکال په دغه ورځ جشنونه جوړوی
المیادین ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ دعربستان په ریاض کې د سعد حریری له دوه اونۍ شتونه وروسته هغه نن سهار دفرانسې پاریس ته تللی دی . سعد حریری د نومبر په څلورمه نیټه دسعودی عربستان په ریاض کې په مشکوک ډول او دهغه لیکل شوی متن له لارې چې ورته برابر کړائ شوی ؤ ، دلبنان له صدراعظمۍ استعفی ورکړه .
لبنان دولسمشر پشمول د دغه هیواد لوړپوړی چارواکی پر عربستان تور لګوی چې سعد حریری ئې برمته کړی او له نیول کیدو وروسته ئې استعفا ورکولو ته اړ کړی دی .
الاخبار ورځپاڼې هم لیکلی دی ، فرانسې ته له سعد حریری سره په د غه سفر کې یوازې دهغه میرمن لاره العظم ملګرې ده او دهغه لور لؤلؤه او عبدالعزیز د ښونځی او کلاسونو په پلمه په ریاض کې پاتې کړای شوی دی.