دسعودی ائتلاف غونډه د نوامبر په ۲۶ نیټه کیږی
-
دسعودي عربستان په مشرۍ ددغه جعلي ائتلاف مشرۍ دپاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف کوي .
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ په نوم دتش په نامه د ائتلاف لومړۍ غونډه به د نوامبر دمیاشتې په شپږویشتمه(۲۶) نیټه په ریاض کښې وشی .
ددغه غونډې موضوع د ترهګرۍ پرضد متحد کیدل نومول شوی ده او پکښې به د یوڅلویښتو(۴۱) اسلامی هیوادونو دفاع وزیران او سفیران ګډون وکړی .
د ویلو ده چې سعودی عربستان د امریکا او داسرائیلو په حکم له ترهګرۍ سره دتش په نامه دمبارزې نړیوال ائتلاف جوړ کړی دی چې اصلی هدف یې له ایران اسلامی جمهوریت اوذ لبنان له اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله سره مقابله کول دی .
دسعودی عربستان په مشرۍ ددغه جعلی ائتلاف مشرۍ دپاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف کوی .
دغه راز دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی هم د نوامبر په یویشتمه(۲۱) نیټه سعودی عربستان ته ورځی او له هغه سره به د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی (ISI)مشر جنرال نوید مختار هم ورسره وی .
د پاکستان دغه چارواکی به د سعودی عربستان له شهزاده محمد بن سلمان او نورو لوړرتبه چارواکو سره خبرې وکړی .