په یمن کې د وباخوریدا دسترې انسانی غمیزې اړخ غوره کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59458-په_یمن_کې_د_وباخوریدا_دسترې_انسانی_غمیزې_اړخ_غوره_کوی
دم ګړۍ د یمن په جنوب کې د تعز ، په شمال کې د صعده او په لویدیځ کې الحُدیده ولایتونو کې کابو درې میلیون یمن وال دسالمو اوبو له نیشتوالی سره لاس اوګریوان شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 19, 2017 15:53 Asia/Kabul
  •   په یمن کې د وباخوریدا دسترې انسانی غمیزې اړخ غوره کوی

دم ګړۍ د یمن په جنوب کې د تعز ، په شمال کې د صعده او په لویدیځ کې الحُدیده ولایتونو کې کابو درې میلیون یمن وال دسالمو اوبو له نیشتوالی سره لاس اوګریوان شوی دی .

 دلبنان النشره  خبری سایټ  راپورورکړی په یمن کې دسره  صلیب  دنړیوال کمیشن  دنمایندګۍ د دفتر مشر  الیګذنډر ویټ  دیوې اعلامیې  په خپرولو سره ، دیمن  د کلابندۍ  سملاسی  لغوه کولو غوښتنه کړې  او وئیلی ئې دی ،   په تیرو لسو ورځو کې  د سونګو او نورو اساسی شیانو واردات  دریدلی دی  چې دا موضوع  دیمن په درو ښارونو کې  د روغتیائی  اوبو  د غوڅیدو  لامل شوې ده .

 هغه زیاته کړې ، په یمن کې د اوبو غوڅیدا  د وبا دمرګونی ناروغۍ  دلازیاتې خوریدا  دخطرې لامل کیږی ، چې  د یمن د څه دپاسه یو میلیون  کسانو  ژوند به له جدی خطرې سره مخ کړی . 

 دم ګړۍ   د یمن   په جنوب کې د تعز ، په شمال کې د صعده    او په لویدیځ کې  الحُدیده  ولایتونو کې  کابو درې میلیون یمن وال   دسالمو اوبو  له نیشتوالی سره  لاس اوګریوان شوی دی .

 د روغتیا دنړیوالې ادارې   دراپور په اساس  څه دپاسه  دوه نیم زره کسانو  د وبا مرګونی ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی  او  همداراز  کابو  اته نیم لکه یمن وال  په دغې ناروغۍ  ککړ شوی دی .