په یمن کې د وباخوریدا دسترې انسانی غمیزې اړخ غوره کوی
دم ګړۍ د یمن په جنوب کې د تعز ، په شمال کې د صعده او په لویدیځ کې الحُدیده ولایتونو کې کابو درې میلیون یمن وال دسالمو اوبو له نیشتوالی سره لاس اوګریوان شوی دی .
دلبنان النشره خبری سایټ راپورورکړی په یمن کې دسره صلیب دنړیوال کمیشن دنمایندګۍ د دفتر مشر الیګذنډر ویټ دیوې اعلامیې په خپرولو سره ، دیمن د کلابندۍ سملاسی لغوه کولو غوښتنه کړې او وئیلی ئې دی ، په تیرو لسو ورځو کې د سونګو او نورو اساسی شیانو واردات دریدلی دی چې دا موضوع دیمن په درو ښارونو کې د روغتیائی اوبو د غوڅیدو لامل شوې ده .
هغه زیاته کړې ، په یمن کې د اوبو غوڅیدا د وبا دمرګونی ناروغۍ دلازیاتې خوریدا دخطرې لامل کیږی ، چې د یمن د څه دپاسه یو میلیون کسانو ژوند به له جدی خطرې سره مخ کړی .
دم ګړۍ د یمن په جنوب کې د تعز ، په شمال کې د صعده او په لویدیځ کې الحُدیده ولایتونو کې کابو درې میلیون یمن وال دسالمو اوبو له نیشتوالی سره لاس اوګریوان شوی دی .
د روغتیا دنړیوالې ادارې دراپور په اساس څه دپاسه دوه نیم زره کسانو د وبا مرګونی ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی او همداراز کابو اته نیم لکه یمن وال په دغې ناروغۍ ککړ شوی دی .