عربستان دشخړې په لورد لبنان په کاږلوکې ماته خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59463-عربستان_دشخړې_په_لورد_لبنان_په_کاږلوکې_ماته_خوړلې_ده
سعودی عربستان هڅه کوی خپله اراده دسیمې پر نورو هیوادونو وتپی او دلبنان لیدتوګه د دخپلو سیمه ایزو متحدانو باندې بدله کړی ، خو هماغه ډول چې تر نن ورځې پورې پخپلو سیاستونو کې ناکامه پاتې شوی ، او ماته ئې خوړلې ده ، په راتلونکی کې به هم ناکام وی او ورځ تربلې به له لالهاندۍ سره لاس او ګریوان شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 19, 2017 16:46 Asia/Kabul
  • عربستان دشخړې په لورد لبنان په کاږلوکې ماته خوړلې ده

سعودی عربستان هڅه کوی خپله اراده دسیمې پر نورو هیوادونو وتپی او دلبنان لیدتوګه د دخپلو سیمه ایزو متحدانو باندې بدله کړی ، خو هماغه ډول چې تر نن ورځې پورې پخپلو سیاستونو کې ناکامه پاتې شوی ، او ماته ئې خوړلې ده ، په راتلونکی کې به هم ناکام وی او ورځ تربلې به له لالهاندۍ سره لاس او ګریوان شی .

دلبنان العهد انټرنیټی سایټ راپورورکړی د لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ  دسیاسی شورا مشر  ابراهیم  امین السید  نن دحزب ا.... ولسی مبارز غورځنګ د یوه مبارز  عماد محسن موسی  دشهادت د څلویښتۍ په دستورو کې  ووئیل ، دلبنان چارواکی او  دغو په سر کې د دغه هیواد ولسمشر   او دپارلیمان مشر  اوزیاتره سیاسی ډلو  پخپلو پریکنده دریځونو سره  دلبنان په ضد دآل سعود رژیم  پروګرامونه  په هماغه لومړنۍ مرحلې  کې ناکام اوشنډ کړل .

له دې مخکې هم ، دلبنان دحزب ا.... ولسی غورځنګ  د اجرائی شورا مشر  سید هاشم صفی الدین  هم   وئیلی ،  سعودی عربستان  هڅه کوی خپله اراده  دسیمې پر نورو هیوادونو  وتپی  او دلبنان لیدتوګه  د دخپلو سیمه ایزو متحدانو باندې بدله کړی ،  خو هماغه ډول چې  تر نن ورځې پورې  پخپلو سیاستونو کې ناکامه پاتې شوی ،  او ماته ئې خوړلې ده ، په راتلونکی  کې به هم  ناکام وی او  ورځ تربلې به له لالهاندۍ سره لاس او ګریوان شی .