دسورئې پوځ البوکمال ښار په بشپړ ډول له داعشیانو پاک کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59469-دسورئې_پوځ_البوکمال_ښار_په_بشپړ_ډول_له_داعشیانو_پاک_کړ
د البوکمال ښار په آزادولو سره د سورئې پوځ او دمتحدانو ئې مهمه کامیابی ترلاسه کړې ده او بریالی شوی په سورئې کې داعشیان له خپل وروستی مرکزه هم وشړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 19, 2017 17:00 Asia/Kabul
  • دسورئې پوځ  البوکمال ښار په بشپړ ډول له داعشیانو پاک کړ

د البوکمال ښار په آزادولو سره د سورئې پوځ او دمتحدانو ئې مهمه کامیابی ترلاسه کړې ده او بریالی شوی په سورئې کې داعشیان له خپل وروستی مرکزه هم وشړی .

 زمونږخبریال راپورراکړ دسورئې پوځ  او مقاومتی ځواک دګډو عملیاتو کوټې  په  همداوروستیو کې   وئیلی دی ، نن  ئې  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې له سپیرو منګولو   البو کمال ښار په بشپړ ډول آزاد کړی او  دم ګړۍ  په دغه ښار کې  د داعشیانو  په لاس  دکیښودل شویو ماینونواوبمونو  په پاکولو لګیادی .

  له دې مخکې اعلان شوی ؤ چې  دسورئې پوځ او متحدانو ئې په دیرالزور ولایت کې   د البوکمال ښار اتیافی صدی برخه   نیولې ده .

 له دې مخکې  هم د سورئې  پوځ او  متحدانو ئې   البوکمال ښار  د داعشی تکفیریانو له منګولو آزاد کړی ؤ ، خو  داعشی  جنایتکارو  د  امریکا پشمول دخپلو  ملاتړو په پشتیبانۍ سره  بیرته  پر البوکمال سلطه موندلې وه . 

 د البوکمال ښار  په آزادولو سره  د سورئې پوځ او دمتحدانو ئې  مهمه  کامیابی ترلاسه کړې ده او  بریالی شوی  په سورئې کې   داعشیان  له خپل  وروستی مرکزه هم وشړی . په دیرالزور ولایت کې واقع  البوکمال سرحدی ښار   یو لک شل زره نفوس لری   چې  کابو درې کاله مخکې داعشی تکفیریانو نیولی ؤ .

 داپه داسې حال کې د ی   چې په نړیوالو چارو کې دایران داسلامی شورا دمشر   ځانګړی سلاکار  حسین امیر  عبداللهیان   دسورئې په دیرالزور کې له عراق سره دسرحدی ښار البوکمال  آزادول  او  په سیمې کې د  داعش تکفیری ترهه ګرې ډ لې  دمقاومت دړې وړې کولو په باب  دسورئې ولسشمر ، پوځ ، ولس  او مقاومتی ځواک ته په مبارکی ورکولو سره  دحرم  دمدافعو شهیدانو  د یاد درنښت وکړ .