عربستان د لبنان د ګډوډۍ لپاره غلط معادلات لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59675-عربستان_د_لبنان_د_ګډوډۍ_لپاره_غلط_معادلات_لری
دلبنان الاخبار ورځپاڼې راپور ورکړی په لبنان کښې د ګډوډۍ او د ناامنۍ درامینځته کولو او د لومړی وزیر سعد حریری په یرغمل کولو سره د حزب الله غورځنګ د بې وسلې کولو لپاره د سعودي عربستان معادلات او هڅه ناکامه شوی او دغه چاره د حزب الله په ګټه سر ته رسیدلی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2017 01:05 Asia/Kabul
  • په سعودي عربستان دباونه سبب شول چې ریاض  دلبنان لومړی وزیر سعد حریري ازاد کړي او هغه څه چې رامینځته شول د سعودي عربستان شاتګ دی .
    په سعودي عربستان دباونه سبب شول چې ریاض دلبنان لومړی وزیر سعد حریري ازاد کړي او هغه څه چې رامینځته شول د سعودي عربستان شاتګ دی .

دلبنان الاخبار ورځپاڼې راپور ورکړی په لبنان کښې د ګډوډۍ او د ناامنۍ درامینځته کولو او د لومړی وزیر سعد حریری په یرغمل کولو سره د حزب الله غورځنګ د بې وسلې کولو لپاره د سعودي عربستان معادلات او هڅه ناکامه شوی او دغه چاره د حزب الله په ګټه سر ته رسیدلی ده .

دغه ورځپاڼې ولیکل سعودی عربستان اراده لرله د لبنان د لومړی وزیر سعد حریی په یرغمل کولو او استعفا ته دهغه په مجبورولو سره دغه هیواد د ورانۍ او د ګډوډۍ په لور بوځي  خو په سعودی حکومت کښې د فارس خلیج په چارو کښې د سلاکار وزیر ثامر السبهان پلویان باوری دی چې دغه چاره د لبنان دحزب الله غورځنګ په ګټه سر ته رسیدلی ده .

دلبنان یوه سیاسی شناند امین قموریه هم وویل  په بیروت کښې دخپلو پلویانو په ټول کښې دلومړی وزیر سعد حریری وینا یوازې وینا نه وه  بلکې له خپلې استعفا څخه پښیمانه کیدل وو او هغه څه چې  رامینځته شول د  هغه  ستراتیژیکې کودتا نسکوریدل وو چې ځینوهیوادونو غوښتل په لبنان کښې رامینځته کړی چې په دغه هیواد کښې د قدرت انډول او سیاسی معادلات بدل کړی .

هغه وویل په سعودی عربستان دباونه سبب شول چې ریاض  دلبنان لومړی وزیر سعد حریری ازاد کړی او هغه څه چې رامینځته شول د سعودی عربستان شاتګ دی .