دعراق دفرات سین شاخوا دداعشی تکفیریانوله سپیره وجوده پاکونې دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59983-دعراق_دفرات_سین_شاخوا_دداعشی_تکفیریانوله_سپیره_وجوده_پاکونې_دوام_لری
دعراق پوځ بریالی شوی ، د راوه ښار شمالی برخې او د الخضر جنوب ترمینځ کلی هم پاک کړی او د داعشیانو هغه اتلس ګاډی چې په بشپړ ډول پکې ډیر زیات چاودیدونکی توکی ځای په ځای شوی وو تباه کړی او دغه راز دکاربم جوړونې شپږ ورکشاپونه او څه دپاسه زر بمونه هم کشف او تباه کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2017 12:09 Asia/Kabul
  • دعراق دفرات سین شاخوا دداعشی تکفیریانوله سپیره وجوده پاکونې دوام لری

دعراق پوځ بریالی شوی ، د راوه ښار شمالی برخې او د الخضر جنوب ترمینځ کلی هم پاک کړی او د داعشیانو هغه اتلس ګاډی چې په بشپړ ډول پکې ډیر زیات چاودیدونکی توکی ځای په ځای شوی وو تباه کړی او دغه راز دکاربم جوړونې شپږ ورکشاپونه او څه دپاسه زر بمونه هم کشف او تباه کړی .

 العالم ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ ،   دعراق دجنګ دتبلیغاتو کمیشن    نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،   دعراق مشترکه ځواک توانیدلی ،  ددفرات  په الجزیره او آعالی  کې د عملیاتو د دوهمې مرحلې   په لومړنۍ  مرحلې کې  په څه دپاسه څوارلس زره  مربع کلومیټر  مساحت کې  یو هوائی ډګر ، پنځه پلونه او   پنځه اویا کلی  له  هرډول داعشی ککړتیاؤ پاک کړی دی . 

 په  دغې اعلامیې کې راغلی دی ، دعراق پوځ بریالی شوی ،   د  راوه  ښار  شمالی برخې او د الخضر  جنوب ترمینځ  کلی هم پاک کړی  او د داعشیانو  هغه  اتلس ګاډی  چې په بشپړ ډول  پکې ډیر زیات چاودیدونکی توکی ځای په ځای شوی وو تباه کړی او دغه راز  دکاربم  جوړونې شپږ  ورکشاپونه او  څه دپاسه  زر بمونه هم کشف او  تباه کړی .

 دعراق د جنګ دتبلیغاتو کمیشن  همداراز په دغې اعلامیې کې وئیلی دی ،    په سیمې کې  دعراق دمشترک ځواک  پاکونکی عملیات  هماغه راز دوام لری .