دسیمې امنیت دټولو لپاره مهم دی
دپاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې ریاض ته په سفر تللی ، چې د یمن په ضد د سعودی عربستان دخودساخته تش په نامه پوځی ائیتلاف دغړو هیوادونو ددفاع وزیرانو لومړنۍ غونډه او دغه راز په عربستان کې د شهاب۲ په نامه دعربستان او پاکستان د ځانګړو ځواکونو ګډه مانوره پیل شوې ده .
زمونږخبریال دسپوټنیک خبری آژانس له قوله راپور راکړ دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی چې پرون په رسمی سفر عربستان ته تللی د دغه هیواد له پاچا ملک سلمان سره ئې کتنه او د دوواړخیزو اړیکو او سیمه ایزو اونړیوالو حالاتو په باب خبرې اترې کړی .
دپاکستان لومړی وزیر په دغې کتنې کې چې په ریاض کې شوی ، د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ مسئلو ، وروستیو مهمو سیمه ایزو حالاتو ، په عراق او سورئې کې د داعش ترهه ګرډې ډلې دماتې په باب چې دعربستان دچارواکو سخته غوسه ئې راپارولې ده ، بحث کړی او په دې باب ئې دسعودی عربستان پاچا ته راپور وړاندې کړی دی .
دپاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې ریاض ته په سفر تللی ، چې د یمن په ضد د سعودی عربستان دخودساخته تش په نامه پوځی ائیتلاف دغړو هیوادونو ددفاع وزیرانو لومړنۍ غونډه او دغه راز په عربستان کې د شهاب۲ په نامه دعربستان او پاکستان د ځانګړو ځواکونو ګډه مانوره پیل شوې ده .
سعودی عربستان دامریکا په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال په مارچ کې په یمن په بې آمانه یرغلونو اوهوائی بمباریو سره دیمن دتښتیدلی اومستعفی شوی ولسمشر منصور هادی قدرت ته په بیرته ستنولو پسې دی .
په یمن د عربستان دغو تیریو تراوسه پورې د یمن د څه دپاسه یولس زره بې ګناه عامو خلکو له وژلو ، د لسګونو زره نورو له ټپی کولو او دغه راز د ملیونونو کسانو دبې کوره کولو او وورسره د دغه بې وزله هیواد دبیخ بینائی تاسیساتو په کنډوالو له بدلولو پرته بله هیڅ بریا نه ده درلودلې .