دسیمې امنیت دټولو لپاره مهم دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i60035-دسیمې_امنیت_دټولو_لپاره_مهم_دی
دپاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې ریاض ته په سفر تللی ، چې د یمن په ضد د سعودی عربستان دخودساخته تش په نامه پوځی ائیتلاف دغړو هیوادونو ددفاع وزیرانو لومړنۍ غونډه او دغه راز په عربستان کې د شهاب۲ په نامه دعربستان او پاکستان د ځانګړو ځواکونو ګډه مانوره پیل شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 28, 2017 08:23 Asia/Kabul
  • دسیمې امنیت دټولو لپاره مهم دی

دپاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې ریاض ته په سفر تللی ، چې د یمن په ضد د سعودی عربستان دخودساخته تش په نامه پوځی ائیتلاف دغړو هیوادونو ددفاع وزیرانو لومړنۍ غونډه او دغه راز په عربستان کې د شهاب۲ په نامه دعربستان او پاکستان د ځانګړو ځواکونو ګډه مانوره پیل شوې ده .

زمونږخبریال دسپوټنیک خبری آژانس له قوله راپور  راکړ  دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی  چې پرون  په رسمی سفر عربستان ته تللی د دغه هیواد له پاچا  ملک سلمان سره ئې کتنه او د دوواړخیزو  اړیکو او  سیمه ایزو اونړیوالو حالاتو په باب  خبرې اترې کړی .

 دپاکستان لومړی وزیر  په دغې کتنې کې چې  په ریاض کې شوی ،  د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ  مسئلو ،  وروستیو  مهمو سیمه ایزو حالاتو ،  په عراق او سورئې کې  د  داعش ترهه ګرډې ډلې  دماتې  په باب  چې دعربستان  دچارواکو سخته غوسه ئې راپارولې ده ، بحث  کړی او په دې باب ئې  دسعودی عربستان پاچا ته  راپور وړاندې کړی دی . 

 دپاکستان لومړی وزیر  په داسې حال کې ریاض ته په سفر تللی ، چې  د یمن په ضد د سعودی عربستان  دخودساخته    تش په نامه پوځی  ائیتلاف   دغړو  هیوادونو ددفاع وزیرانو  لومړنۍ غونډه  او دغه راز  په عربستان کې د شهاب۲ په نامه  دعربستان او پاکستان د ځانګړو ځواکونو  ګډه  مانوره  پیل شوې ده .

 سعودی عربستان  دامریکا په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال په مارچ کې  په یمن په بې آمانه  یرغلونو اوهوائی بمباریو سره  دیمن دتښتیدلی اومستعفی شوی   ولسمشر  منصور هادی  قدرت ته په بیرته ستنولو پسې  دی .

  په یمن د عربستان   دغو  تیریو  تراوسه پورې  د یمن د څه دپاسه یولس زره بې ګناه  عامو خلکو  له وژلو ، د لسګونو زره نورو له ټپی کولو او  دغه راز د ملیونونو کسانو  دبې کوره کولو او وورسره د دغه بې وزله هیواد دبیخ بینائی تاسیساتو  په کنډوالو له بدلولو پرته بله هیڅ بریا نه ده  درلودلې .