دیمن په ضد دعربستان خودساخته ائیتلاف دترهه ګرۍپه ضد نه دی
سعودی عربستان په حقیقت کې دغه ائیتلاف دامریکا اواسرائیلو په دباؤ سره دشیعه اوسنی په نامې سره داسلامی هیوادونو ترمینځ دنفاق اوتفرقې درامینځةکولو په موخې سره جوړ کړی دی او که واقعا ترهه ګرۍ په ضد وائ ، نو ایران ،سوریه ،عراق او ځینی نور هیوادونه به هم د دغه ائیتلاف غړی وو ،لکه څنګه چې دغو درو هیوادونو په حقیقت کې په سورئې اوعراق کې داعش ته درنده ماته ورکړې ده
دپاکستان دپوځ پخوانی عمومی قوماندان او د دغه هیواد دسټراټژیکو مطالعاتو دخصوصی اورګان مشر جنرال مرزا اسلم بیګ له مونږ سره په مرکې کې ووئیل د یمن په ضد دعربستان دغه خودساخته ائیتلاف چې دعربستان په مشرۍ د ترهه ګرۍ په ضد دتش په نامه مبارزې په موخې سره جوړ شوی دی ، موخه ئې له ترهه ګرۍ سره مبارزه نه ،بلکې دآل سعود کورنۍ چې له جدی داخلی اوبهرنیو ګواښونو سره مخامخ ده ، دځان دژغورنې لپاره ئې دغه ائیتلاف جوړ کړی دی .
دپاکستان دپوځ دغه پخوانی قوماندان زیاته کړې ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې تش په نامه دغه ائیتلاف په داسې حال کې جوړ شوی ، چې سعودی عربستان د دغه ائیتلاف په وسیله تردې دمه د یمن په بې وزله هیواد کې دښځو اوماشومانو پشمول په لسګونو زره بې ګناه مظلوم خلک وژلی او په میلیونونو نور ئې کډه په سر کړی دی .
جنرال مرزا اسلم بیګ همداراز ووئیل د دغه ائیتلاف غړی پخپلو کې هم سره تفاهم نه لری او له ډیرو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی لکه چې پاکستان تر دې دمه نه دی توانیدلی پخپلې خاورې کې دترهه ګرۍ جرړې وچې کړی ، نو بیا څرنګه دسیمې اونړۍ په سویه ترهه ګری له مینځه وړلی شی .؟
دجنرال اسلم بیګ په وینا ، سعودی عربستان په حقیقت کې دغه ائیتلاف دامریکا اواسرائیلو په دباؤ سره دشیعه اوسنی په نامې سره داسلامی هیوادونو ترمینځ دنفاق اوتفرقې درامینځةکولو په موخې سره جوړ کړی دی او که واقعا ترهه ګرۍ په ضد وائ ، نو ایران ،سوریه ،عراق او ځینی نور هیوادونه به هم د دغه ائیتلاف غړی وو ،لکه څنګه چې دغو درو هیوادونو په حقیقت کې په سورئې اوعراق کې داعش ته درنده ماته ورکړې ده