د عربستان د پخوانی باچا زوې فرانسې ته مهاجر شو
Nov 29, 2017 16:35 Asia/Kabul
تیره میاشت د عربستان د باچا په حکم او له فساد سره د مبارزې په پلمه په لسګونو شاهزادګان ، اوسنی او پخوانی وزیران ونیول شول .
زمونږ خبریال د یوویشتم عربی سایټ له قوله راپور ورکړ چی عبد العزیز بن عبد ا... بن عبد العزیز د خپلې درملنې په وجه په فرانسه کی میشت دی خو د عربستان دولیعهد محمد بن سلمان په حکم د وروستیو نیونو له څپې وروسته چی پکې شاهزادګان او تاجران شامل دی ، له فرانسې دولت د کډوالیدا غوښتنه وکړه او د فرانسې دولت هم دغې غوښتنې سره موافقت وکړ .
تیره میاشت د عربستان د باچا په حکم او له فساد سره د مبارزې په پلمه په لسګونو شاهزادګان ، اوسنی او پخوانی وزیران ونیول شول .
ډیر سیاستوالان باوری دی چی د عربستان رژیم وروستې اقدام د ولیعهد محمد بن سلمان د قدرت د زیاتولو لپاره ترسره شوی دی .
ټیګونه