اروپائی هیوادونه دې پرعربستان د وسلو پلورل ودروی
په تیرو کابو درو کلونو کې دسعودی عربستان رژیم جنګی الوتکو د امریکائی ، انګلستان ، اونورو اروپائی هیوادونو په بمونو او وسلوسره په لسګونو زره یمن وال چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان ترسترګو کیږی ، په وینو کې لیت پیت کړی دی .
پریس ټی وی نن راپورو ورکړ په بروکسل کې داروپائی پارلیمان استازو په غونډې کې ، اروپائی قانون جوړونکو دسعودی عربستان پر رژیم له اروپائی هیوادونو دوسلو دخرڅلاؤ دبهیر په د رولو باندې په ټینګار سره زیاته کړې ، دغه وسلې په پراخ ډول دیمن د عامو خلکو او د دغه هیواد دبیخ بینائی تاسیساتو دله مینّځه وړلو لپاره استعمالیږی .
داروپائی پارلیمان استازو همداراز په یمن کې انسانی شرائط ډیر بحرانی بللی اوخبرداری ئې ورکړی ، په یمن کې څه دپاسه لس میلیون ماشومان دانسان دوستۍ مرستو ته سملاسی اړتیا لری .
په اروپائی پارلیمان کې دشنو دګوند استازو هم وئیلی دی ، اروپائی هیوادونه باید په یمن کې دسعودی عربستان د جنګی جنایتونو ملګری نه شی .
په داسې حال کې د ا روپائی پارلیمان استازو پر عربستان د وسلو دخرڅلاؤ د درولو غوښتنه کړې ، چې بریتانیا،فرانسه اوجرمنی سعودی عربستان ته دوسلو خورا ستر صادرونکی هیوادونه حسابیږی
د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې په یمن د سعودی عربستان دحملو له وخت راهسې انګلستان د ایم ایل څلور اجازت نامو پشمول چې بمونه ، توغندی او نور چاودیونکی توکی پکې شاملیږی ، د څه دپاسه درې میلیارډ او درې سوه میلیون پونډ په ارزښت دوسلو د خرڅولو لپاره تړونونه کړی دی.
داپه داسې حال کې دی چې په تیرو کابو درو کلونو کې دسعودی عربستان رژیم جنګی الوتکو د امریکائی ، انګلستان ، اونورو اروپائی هیوادونو په بمونو او وسلوسره په لسګونو زره یمن وال چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان ترسترګو کیږی ، په وینو کې لیت پیت کړی دی .