سعودی عربستان دحزب الله پرضد بیا ادعا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i60281-سعودی_عربستان_دحزب_الله_پرضد_بیا_ادعا_وکړه
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان دبهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د لبنان په کورنیو چارو کښې د ریاض د لاسوهونکو سیاستونو او له حزب الله غورځنګ سره د دښمنۍ په دوام کښې ادعا وکړه حزب الله باید بې وسلې شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2017 01:21 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د ټولوترهګرو ډلو جوړونکي او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .
    سعودي عربستان د ټولوترهګرو ډلو جوړونکي او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .

زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان دبهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د لبنان په کورنیو چارو کښې د ریاض د لاسوهونکو سیاستونو او له حزب الله غورځنګ سره د دښمنۍ په دوام کښې ادعا وکړه حزب الله باید بې وسلې شی .

هغه د ایټالیا  په پلازمینې روم  ښار کښې د مدیترانې دخبرو په کانفرنس کښې ادعا وکړه د لبنان دغوړیدا لپاره باید حزب الله غورځنګ بې وسلې شی .

دلبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د لومړی وزیر سعد حریری له استعفا وروسته ویلی وو سعودی عربستان غواړی د لبنان د مقاومت مقام او رول بدل کړی .

د لبنان دحزب الله پرضد د عربستان دخارجه وزیر دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې ولسمشر میشل عون ویلی دی حزب الله به هیڅکله بې وسلې نشی ځکه چې دلبنان دحزب الله وسلې یوازې د صهیونیسټ رژیم  چې هماغه راز یې دلبنان ځینې سیمې یعنی د شبعا دکروندو کابو دیرش(۳۰) کلومیټره خاوره  نیولی ده پرضد د لبنان د خلکو د مقاومت د تضمین لپاره دی .

سعودی عربستان د ټولوترهګرو ډلو جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .