سعودی عربستان دحزب الله پرضد بیا ادعا وکړه
-
سعودي عربستان د ټولوترهګرو ډلو جوړونکي او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان دبهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د لبنان په کورنیو چارو کښې د ریاض د لاسوهونکو سیاستونو او له حزب الله غورځنګ سره د دښمنۍ په دوام کښې ادعا وکړه حزب الله باید بې وسلې شی .
هغه د ایټالیا په پلازمینې روم ښار کښې د مدیترانې دخبرو په کانفرنس کښې ادعا وکړه د لبنان دغوړیدا لپاره باید حزب الله غورځنګ بې وسلې شی .
دلبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د لومړی وزیر سعد حریری له استعفا وروسته ویلی وو سعودی عربستان غواړی د لبنان د مقاومت مقام او رول بدل کړی .
د لبنان دحزب الله پرضد د عربستان دخارجه وزیر دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې ولسمشر میشل عون ویلی دی حزب الله به هیڅکله بې وسلې نشی ځکه چې دلبنان دحزب الله وسلې یوازې د صهیونیسټ رژیم چې هماغه راز یې دلبنان ځینې سیمې یعنی د شبعا دکروندو کابو دیرش(۳۰) کلومیټره خاوره نیولی ده پرضد د لبنان د خلکو د مقاومت د تضمین لپاره دی .
سعودی عربستان د ټولوترهګرو ډلو جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .