په سیمې کې د داعشی تفکرخوریدا خطرناکې پایلې لری
دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست د کمیشن منشی په دې خبرې کولو سره چې ، داعشیان د ویروس په څیر عمل کوی،روښانه کړې ؛ دغه ویروسونه ډیر زیات په فرصت پسې دی او یوازې دا چې دفعالیت لپاره ئې فضا برابره شی ، نو بیا به ډګر ته وارد شی .
دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست او ملی امنیت دکمیشن یوه مسئول مقام محمد جواد جمالی مهر خبری آ ژانس سره په خبرو کې په سیمې کې د داعش تفکیری ترهه ګرۍ ډلې دراتلونکی په باب ووئیل ، شمالی افریقا ،افغانستان او جنوب ختیځی آسیا به دتکفیریانو په راتلونکی کې ګواښونکی سیمې وی .
هغه د داعش تر پردې شا ملاتړو ته دپام په ضروروت په ټینګار سره ، له داعشی تکفیری ترهه ګرو د صهونیسټ رژیم ملاتړ ته اشاره وکړه او وې وئیل ، د غه ډلې یوازې هغه کسان وو چې وتوانیدل کابو تر شپږو کلونو پورې په سیمه کې اړۍ ګړۍ رامنیځةکړی چې بیا هیڅ بالقوه ګواښ صهونیسټ رژیم ته متوجه نه شی او اساسا دسیمې دهیوادونو په ویشلو پسې هم وو .
دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست د کمیشن منشی په دې خبرې کولو سره چې ، داعشیان د ویروس په څیر عمل کوی،روښانه کړې ؛ دغه ویروسونه ډیر زیات په فرصت پسې دی او یوازې دا چې دفعالیت لپاره ئې فضا برابره شی ، نو بیا به ډګر ته وارد شی .
محمد جواد جمالی په راتلونکی کې له بالقوه خطرو سره دمقابلې دلارو چارو په باب هم ووئیل،خوره مهمه لاره دسیمې د ملتونو اوحکومتونو ویښتیا ده چې په ګواښونکو سیمو کې دخپلو هیوادونو ملی امنیت ساتنه وکړائ شی.