یمن وال دې دفتنو او تیریګروپه وړاندې هوښیار او ځیر ووسی
د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ مشر وئیلی دی ، د دغه غورځنګ اوملی کانګرس ترمینځ هر یو اختلاف دحل وړ دی او باید له فتنه ګرو وسلوالو ډلګیو سره مقابله وکړوو ، که کومه تیروتنه هم شوی وی ،باید مسئولیّت ئې ومنل شی ، تمه کیږی ، چې ملی کانګرس هم همدغه ډول چلند وکړی .
زمونږخبریال راپور ورکړ دیمن د انصار ا... ولسی غورځنګ مشر بدرالدین الحوثی نن په یوې وینا کې د انصار ا... ولسی غورځنګ په وړاندې د دغه هیواد دملی کانګرس په چلند په نیوکو سره ووئیل؛ دملی کانګرس چلندونه شکمن دی او دا کانګرس باید له غیر مسئولانه چلندونو لاس واخلی .
عبدالمالک بدرالدین الحوثی دیمن له ټولو شخصیونو اوخلکو وغوښتل دهغه بحران دحل لپاره چې په صنعاء کې رامینځةشوی ، اساسی رول ولوبوی .
د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ مشر وئیلی دی ، د دغه غورځنګ اوملی کانګرس ترمینځ هر یو اختلاف دحل وړ دی او باید له فتنه ګرو وسلوالو ډلګیو سره مقابله وکړوو ، که کومه تیروتنه هم شوی وی ،باید مسئولیّت ئې ومنل شی ، تمه کیږی ، چې ملی کانګرس هم همدغه ډول چلند وکړی .
الحوثی ټینګار کړی ، اوس د ملی کانګرس ټول مرکزونه او د دغه ګوند دچارواکو کورونه له لوړ امنیته برخمن دی .
دیمن په پلازمینې صنعاء جنوبی برخې کې په چاودنې پسې د علی عبدا.... صالح په مشرۍ د دغه هیواد ملی کانګرس ګوند په یوې ادعا کې انصار ا... غورځنګ دصنعا د هغې چاودنې اونښتې مسئول بللی چې په نتیجې کې ئې کابو څلورویشت کسان وژل شوی اویو شمیر نور هم ټپیان شوی دی .