په ابوظبئ ویشتل شوی توغندی د اماراتوددسیسویوځواب دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i60439-په_ابوظبئ_ویشتل_شوی_توغندی_د_اماراتوددسیسویوځواب_دی
الشامی وئیلی دی،هغه توغندی چې ابوظبئ ورسره په نښه شوې،ښئ چې دیمن دملت او بې وزله هیواد په ضد ددښمنانو دباؤنه او ګواښونه بې ګټې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2017 16:34 Asia/Kabul
  • په ابوظبئ ویشتل شوی توغندی د اماراتوددسیسویوځواب دی

الشامی وئیلی دی،هغه توغندی چې ابوظبئ ورسره په نښه شوې،ښئ چې دیمن دملت او بې وزله هیواد په ضد ددښمنانو دباؤنه او ګواښونه بې ګټې دی .

 فارس خبری آ ژانس راپورورکړی ،  د یمن  دانصار ا.... ولسی غورځنګ  دسیاسی کمیشن یوه مسئول مقام  ضیف ا.... الشامی  نن په یولړ څرګندونو کې  ووئیل ، دیمن پوځ اومبارز ولسی ځواک   په کرتو  وئیلی وو چې  داسې توغندی لری ،چې  د یرغلګرو  هیوادونو درستې پلازمینې  په نښه کولی شی .

 نن سهار دیمن  پوځ او ولسی مبارز ځواک  کمیټیو   دمتحده عربی ا ماراتو په ابوظبئ کې  په :براګه ؛ نومې ایټمی تاسیساتو کروز توغندی ویشتی  دی .

  الشامی وئیلی دی،هغه توغندی چې ابوظبئ  ورسره په نښه شوې،ښئ چې  دیمن دملت او بې وزله هیواد په  ضد ددښمنانو دباؤنه او ګواښونه   بې ګټې دی .

ویل کیږی  دیمن پوځ او مبارز ولسی ځواک  نن  داماراتو  په ابوظبئ   کروز توغندی ویشتی چې  کابو  په یو زر دوه سوه کلومیټر واټن په نښه لګیږی .

 همداراز ایرناخبری اژانس  هم راپور ورکړی  دیمن امنیتی ځواک   په صنعاء کې هغه دفتر  چې  د دغه هیواد د پخوانی ولسمشر  علی عبدا...  صالح  ورځینی  اعلامیې صادرولې  پخپل اختیار کې اخستی دی .

راپور ښئ  دیمن  دکورنیو چارو وزارت  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،  دیمن په صنعاء کې ئې  تقریبا  نوی فی صده هغه برخې چې د علی عبدا.... صالح  پلویان ونیولې وې بیرته  اخستی دی  او په صنعاء کې بشپړ عادی ژوند پیل  شوی دی .   په دغې اعلامیې   کې وئیل شوی دی  په سلګونو غولیدلی کسان چې   دعبدا... صالح  له خوا غولول شوی وو ،حکومتی  ځواکونوته تسلیم شوی  اووسلې ئې  هم په مځکه کیښودلی دی .

له دې مخکې وئیل شوی وو چې  د یمن په پلازمینې صنعاء کې  دعلی عبدا... صالح  او دانصار ا.... ولسی غورځنګ دپلویانو ترمینځ  په سختو نښتو کې زیاتره برخه  دانصار ا... غورځنګ  له لاسه وتلی ده او  په دغو  اخ وډپ کې کابو  څلویښت کسان وژل شوی  هم دی .

دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ   ویندوی محمد  عبدالسلام  هم  دیمن له حکومت  اوولسی کمیټیو سره د خلکو   د مرستو اوملاتړ  په قدرونې سره  وئیلی دی ،   تالی څټو  او غولیدلو کسانو هڅه کړې څو اړۍ ګړۍ جوړه کړی خو  په سپیرونیّتونو کې ناکام شوی دی . هغه وئیلی دغه دسیسه  هم دسعودی عربستا او امریکائی  د سیسه ګرو جوړه کړې وه څو  دیمن  دمظلوم ولس ټنګڅې نوره هم زیاتې کړی ، خو  په دغې دسیسې کې ناکام شوی دی .

داپه داسې حال کې د ی چې ځینی  خبری سرچینې  د علی عبدا... صالح او د عربستان  په مشرۍ  دځینو عربانو دائیتلاف ترمینځ تماسونه هم ټینګ شوی  او دیمن  دچارو د علی عبدا.... صالح یوه زوی ته دسپارلوپه څیر ځینی   وړاندیزونه ئې ورته کړی دی .