دقدس د موضوع په باب دعربی اتحادئې دریځ افسوسناک دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i60933-دقدس_د_موضوع_په_باب_دعربی_اتحادئې_دریځ_افسوسناک_دی
دعربی اتحادئې دخارجه وزیرانو دغونډې پایزه اعلامیه دې ته محدوده شوې چې دامریکا دغه اقدام باطل او دنړیوالو قوانینو خلاف ورزی ده او دفلسطینی اواسرائیلی دوو حکومتونو جوړولو بهیر ته تاوان رسوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 10, 2017 15:12 Asia/Kabul
  •   دقدس د موضوع په باب دعربی اتحادئې دریځ افسوسناک دی

دعربی اتحادئې دخارجه وزیرانو دغونډې پایزه اعلامیه دې ته محدوده شوې چې دامریکا دغه اقدام باطل او دنړیوالو قوانینو خلاف ورزی ده او دفلسطینی اواسرائیلی دوو حکومتونو جوړولو بهیر ته تاوان رسوی .

دلبنان د المیادین ټیلیویژنی چینل دراپور  په اساس  دعراق  خارجه وزیر ابراهیم جعفری د قدس په   باب  د  امریکا له عملی اقدام سره  دمقابلې لپاره   دعربی اتحادئې  دغونډې په پایزې اعلامیې کې  د  بغداد دوړاندیز  په ردیدا د خواشینۍ  په ښودلو سره وئیلی دی ،  د دغې اتحادئې   دریځ به اغیزمن نه   وی . 

 ابراهیم جعفری  وئیلی    دهغو خطرو اندازه چې  قدس  ګواښی ، ډیره زیاته ده او  عربی هیوادونه باید  له قدس شریفه  دملاتړ  لپاره  اغیزمن سیاسی اواقتصادی اقدمات  وکړی .

 له دې مخکې  د لبنان خارجه وزیر  جبران باسیل  هم  وئیلی  دصهونیسټ رژیم دپلازمینې  په توګه دقدس په معرفی کولو  کې  دامریکا دو لسمشر ټرمپ  له اقدام سره  د مقابلې لپاره  باید  دامریکا په ضد دفاعی سیاسی ، ډیپلوماټیک او مالی اقدامات وشی .

 دعربی اتحادئې  دخارجه وزیرانو  بیړنۍ غونډه  پرون  دمصر په قاهرې کې ترسره شوی  خو د  قدس دموضوع په باب ئې  دامریکا د وروستۍ فیصلې په غبرګون هیڅ  جدی  فیصله او اقدام نه دی کړی او یوازې  په  اعلامیې او خواشینۍ څرګندولو ئې بسنه کړې ده .  دعربی  اتحادئې   دخارجه وزیرانو   دغونډې پایزه اعلامیه  دې ته محدوده شوې چې  دامریکا  دغه اقدام باطل او دنړیوالو   قوانینو خلاف ورزی ده  او  دفلسطینی اواسرائیلی  دوو حکومتونو جوړولو بهیر ته  تاوان رسوی .  

په عین حال کې د فلسطین  داسلامی مقاومت غورځنګ حماس  عزالدین قسام کنډکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره  دصهونیسټي  نیواکګرو  تر نابودۍ پورې  دقدس دانتفاضې   د دوام په ضرورت په ټينګار سره اعلان کړی ،  دا چې  صهونیسټان  پر فلسطین او قدس شریف مسلط شي ، یو غلط او بشپړ باطل تصورّ دی .