قطر او بریطانیا اته میلیارډ ډالریزه پوځي موافقه لاسلیک کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i60957-قطر_او_بریطانیا_اته_میلیارډ_ډالریزه_پوځي_موافقه_لاسلیک_کړه
قطر تیره اونۍ هم له فرانسې سره د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د پوځي موافقې په لاسلیکولو سره ۱۲ داسو نومې جنګي الوتکې اخیستې وې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2017 04:13 Asia/Kabul
  • قطر او بریطانیا اته میلیارډ ډالریزه پوځي موافقه لاسلیک کړه

قطر تیره اونۍ هم له فرانسې سره د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د پوځي موافقې په لاسلیکولو سره ۱۲ داسو نومې جنګي الوتکې اخیستې وې.

پریس ټي وي خبر ورکړی چې د دغه تړون له مخې چې پرون د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه او د هغه د بریطانوي همرتبه ګاوین ویلیامسن لخوا په دوحه کښې لاسلیک شو، قطر له انګلستانه ۲۴ ټایفون جنګي الوتکې واخیستلې.

قطر د روانې دسمبر میاشتې په اومه نیټه هم له فرانسې سره د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د پوځي موافقې په لاسلیکولو سره ۱۲ داسو نومې جنګي الوتکې اخیستې وې.

له بریتانیا څخه د وسلو د پيرلو لپاره د دوحې اقدام چې په تیره یوه اونۍ کښې د قطر دویم پوځي تړون دی، په داسې حال کښې دی چې له عربستان، اماراتو، بحرین او مصر سره د دغه هیواد اړیکې سختې کړکیچنې روانې دي.