نړیوال دې دفلسطین هیواد په رسمیّت وپیژنی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61145-نړیوال_دې_دفلسطین_هیواد_په_رسمیّت_وپیژنی
یوسف بن احمد العثیمین دقدس په باب د نړیوالو پریکړه لیکونو د اجرا په هکله پخپلو دندو دعمل لپاره دملګروملتو له امنیت شورا په غوښتنې سره روښانه کړې ، داسلامی ملګرتیاموسسه له هغو سیاستونو سره مقابلې لپاره چې موخه ئې دقدس صهونیسټی کول دی ،له خپلو ټولو ډیپلوماټیکو اوقانونی آوزارونو استفاده وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 13, 2017 14:12 Asia/Kabul
  • نړیوال دې دفلسطین هیواد په رسمیّت وپیژنی

یوسف بن احمد العثیمین دقدس په باب د نړیوالو پریکړه لیکونو د اجرا په هکله پخپلو دندو دعمل لپاره دملګروملتو له امنیت شورا په غوښتنې سره روښانه کړې ، داسلامی ملګرتیاموسسه له هغو سیاستونو سره مقابلې لپاره چې موخه ئې دقدس صهونیسټی کول دی ،له خپلو ټولو ډیپلوماټیکو اوقانونی آوزارونو استفاده وکړی .

ایسنا خبری  آژانس  دسکائی نیوز  له قوله راپورراپورورکړ  داسلامی ملګرتیا موسسې  عمومی منشی  یوسف بن احمد العثیمین  نن  دترکیې په استانبول کط  د قدس په باب  د ا دغې موسسې  په سرمشریزې کې دقدس  په هکله  دامریکا د ولسمشر وروستۍ فیصله محکومه کړه او  دغه راز ئې ووئیل  دامریکائی ولسمشر دغه اقدام د نړیوالو قوانینو او د ملګروملتو د منشور   خلاف ورزی او  دقدس دوضعیّت د نه بدلولو په باب  له نړیوالې اجماع  وتل  دی او  دوسازباز   په بهیرکی   دامریکا رول  له مینځه وړی .

 هغه د دې خبرې په کولوسره چې د ډونالډټرمپ  فیصلې د نړۍدمسلمانانو   احساسات  داغی کړی دی ، ووئیل،د نړیوالو پریکړو په اساس،له  اسرائیلو سره  دقدس  دیوځای کولو او دهغه دتاریخی  او قانونی  وضعیت  د بدلولو لپاره  هرډول هڅه ،ممنوع ده .

 یوسف بن احمد العثیمین   دقدس په باب د نړیوالو پریکړه لیکونو د اجرا  په  هکله  پخپلو دندو دعمل  لپاره  دملګروملتو  له امنیت شورا په غوښتنې سره  روښانه کړې ،  داسلامی ملګرتیاموسسه  له هغو سیاستونو سره  مقابلې لپاره  چې  موخه ئې دقدس صهونیسټی کول دی ،له خپلو ټولو  ډیپلوماټیکو اوقانونی  آوزارونو استفاده وکړی .

داستانبول  په سرمشریزې کې د   اردن پاچا  دوهم عبدا.... هم پخپلې وینا  کې ووئیل  په اوسنۍ نړۍ کې  دتاؤتریخوالی شتون  دفلسطین دموضوع لپاره  دعادلانه حل  لارې نشتوالی دی . هغه  د قدس  داسلامی  اومسیحی  هویّت  له بدلیدو  دمخنیوی لپاره  د اسلامی ملګرتیا موسسې  د ټولو غړو هیوادونو  دهلوځلو  غوښتنه وکړه او  زیاته ئې کړه ،  باید دفلسطین له ولس سره  دنیواکګرۍ په مقابل کې د کلکې دریدا د دوام لپاره  مرسته وشی .