نړیوال دې دفلسطین هیواد په رسمیّت وپیژنی
یوسف بن احمد العثیمین دقدس په باب د نړیوالو پریکړه لیکونو د اجرا په هکله پخپلو دندو دعمل لپاره دملګروملتو له امنیت شورا په غوښتنې سره روښانه کړې ، داسلامی ملګرتیاموسسه له هغو سیاستونو سره مقابلې لپاره چې موخه ئې دقدس صهونیسټی کول دی ،له خپلو ټولو ډیپلوماټیکو اوقانونی آوزارونو استفاده وکړی .
ایسنا خبری آژانس دسکائی نیوز له قوله راپورراپورورکړ داسلامی ملګرتیا موسسې عمومی منشی یوسف بن احمد العثیمین نن دترکیې په استانبول کط د قدس په باب د ا دغې موسسې په سرمشریزې کې دقدس په هکله دامریکا د ولسمشر وروستۍ فیصله محکومه کړه او دغه راز ئې ووئیل دامریکائی ولسمشر دغه اقدام د نړیوالو قوانینو او د ملګروملتو د منشور خلاف ورزی او دقدس دوضعیّت د نه بدلولو په باب له نړیوالې اجماع وتل دی او دوسازباز په بهیرکی دامریکا رول له مینځه وړی .
هغه د دې خبرې په کولوسره چې د ډونالډټرمپ فیصلې د نړۍدمسلمانانو احساسات داغی کړی دی ، ووئیل،د نړیوالو پریکړو په اساس،له اسرائیلو سره دقدس دیوځای کولو او دهغه دتاریخی او قانونی وضعیت د بدلولو لپاره هرډول هڅه ،ممنوع ده .
یوسف بن احمد العثیمین دقدس په باب د نړیوالو پریکړه لیکونو د اجرا په هکله پخپلو دندو دعمل لپاره دملګروملتو له امنیت شورا په غوښتنې سره روښانه کړې ، داسلامی ملګرتیاموسسه له هغو سیاستونو سره مقابلې لپاره چې موخه ئې دقدس صهونیسټی کول دی ،له خپلو ټولو ډیپلوماټیکو اوقانونی آوزارونو استفاده وکړی .
داستانبول په سرمشریزې کې د اردن پاچا دوهم عبدا.... هم پخپلې وینا کې ووئیل په اوسنۍ نړۍ کې دتاؤتریخوالی شتون دفلسطین دموضوع لپاره دعادلانه حل لارې نشتوالی دی . هغه د قدس داسلامی اومسیحی هویّت له بدلیدو دمخنیوی لپاره د اسلامی ملګرتیا موسسې د ټولو غړو هیوادونو دهلوځلو غوښتنه وکړه او زیاته ئې کړه ، باید دفلسطین له ولس سره دنیواکګرۍ په مقابل کې د کلکې دریدا د دوام لپاره مرسته وشی .