قدس دې د فلسطینی حکومت رسمی مرکز وپیژندل شی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61163-قدس_دې_د_فلسطینی_حکومت_رسمی_مرکز_وپیژندل_شی
په پایزې اعلامیې کې همداراز راغلی دی،که دملګروملتو امنیت شوراد قدس په باب د ډونالډ ټرمپ دفیصلې په باب کون اقدام ونکړی ،نو دغه دوسیه به د دغې موسسې عمومی اسمبلۍ ته ولیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 13, 2017 16:28 Asia/Kabul
  • قدس دې د فلسطینی حکومت رسمی مرکز وپیژندل شی

په پایزې اعلامیې کې همداراز راغلی دی،که دملګروملتو امنیت شوراد قدس په باب د ډونالډ ټرمپ دفیصلې په باب کون اقدام ونکړی ،نو دغه دوسیه به د دغې موسسې عمومی اسمبلۍ ته ولیږی .

زمونږ خبریال  دترکیې  د اناتولی خبری آژانس له قوله راپور راکړ  دترکیې په استانبول کې د قدس  په دفاع کې د اسلامی ملګرتیا موسسې د بیړنۍ  غونډې  ګډون کونکو۴۶ غړو هیوادونو مشرانو دپایزې اعلامیې په  خپرولو سره  وئیلی دی ،  نړیواله ټولنه باید  ختیځی قدس  د  فلسطین دحکومت دنیواکی پلازمینې په توګه  په رسمیّت وپیژنی .

 په دغې  پایزې اعلامیې کې  همداراز راغلی دی،که دملګروملتو امنیت شوراد قدس په باب  د ډونالډ ټرمپ  دفیصلې په باب  کون اقدام ونکړی ،نو دغه دوسیه به  د دغې موسسې  عمومی اسمبلۍ  ته ولیږی . 

  دغې اعلامیې  همداراز  دفلسطین د ولس له آئیډیال څخه پر ملاتړ  یو ځل بیا په ټینګار سره  وئیلی  دی  دامریکا حکومت ، د دغې غیر قانونی فیصلې د ټولو نتیجوپه دلیل مسئول ګڼی .

 داسلامی ملګرتیاموسسې په بیړنۍ سرمشریزې کې  ګډون کونکو  همداراز  دقدس په باب  دامریکا  دولسمشر  د اقدام په ردولو سره   له تل ابیبه  دغه ښار ته دامریکا دسفارت منتقلول  په سخته محکوم کړل .