امریکائی صهونیسټی اوسعودی دسیسو ماته خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61193-امریکائی_صهونیسټی_اوسعودی_دسیسو_ماته_خوړلې_ده
له استکبار سره مقابله او مبارزه دایران داسلامی انقلاب یو خورا مهم اصل دی چې دغه اصل یوازې دایران له ملت سره اړونده نه دی ، او د سیمې ملتونه هم له اسکتبار سره دمقابلې داصل په اجرا پسې د ی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 14, 2017 09:23 Asia/Kabul
  • امریکائی صهونیسټی اوسعودی دسیسو ماته خوړلې ده

له استکبار سره مقابله او مبارزه دایران داسلامی انقلاب یو خورا مهم اصل دی چې دغه اصل یوازې دایران له ملت سره اړونده نه دی ، او د سیمې ملتونه هم له اسکتبار سره دمقابلې داصل په اجرا پسې د ی .

ایرناخبری آژانس  راپورورکړی دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان  سردار محمد علی جعفری  نن  په تهران کې  د  :داسلامی انقلاب په اوږدو کې دپوهنتون : نومې  علمی سیمنار کې  پخپلې وینا کې  ووئیل ،  داسلامی نظام د دښمنانو د دسیسو  او د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د  اړونده او تش په نامه حکومت  ماته او له مینځه تلل ،  دایران داسلامی انقلاب د بهرنیو هلوځلو  نتیجې دی .

 داسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک   عمومی قوماندان  روښانه کړې ،   په سیمې اونړۍ کې   اسلامی مقاومت  دپراختیا په حال کې دی  او   د دغې جبهې بریالیتوبونه په  پرله پسې ا و حیرانونکی توګه دوام لری .

 سردار جعفری  دغه راز زیاته کړې ،   دمینځنی ختیځّ  په ټولو  هیوادونو کې  پرله پسې بریالیتوبونه او  داسلامی  انقلاب د دښمنانو دټولو پروګرامونو اوسپیرو  هڅو ناکامی، په  اوڅاره توګه لیدل  شوی او  په  نزدې راتلونکی کې به  هم د دغه شان بریالیتوبونو شاهدان وو .

  هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې  نن سبا  دسیمې ملتونه پوه شوی دی چې   په خدای  پاک  په توکل او په داخلی توان باندې په تکیې سره  د استکبار او  ظلم په وړاندې دیریدلی شی ،زیاته کړې ،  له استکبار سره مقابله  او مبارزه  دایران داسلامی انقلاب  یو خورا  مهم اصل دی  چې  دغه اصل  یوازې  دایران  له ملت سره  اړونده نه دی ،   او د سیمې  ملتونه هم   له اسکتبار سره  دمقابلې  داصل په اجرا پسې د ی .  داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان  همداراز دې ته په اشارې سره چې  نن سبا  له دفاعی او امنیتی ګواښونو تیر شوی یوو  ووئیل ،  اوس موضوع  دایران دپولو د  امنیت او دفاع   ورآخوا تیره شوې ده او  د ایران داسلامی جمهوریت  له پولو په بهر کې ترسره کیږی .