ترکیه اوقطر د امریکادبهرنی سیاست مشکل جوړشوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61199-ترکیه_اوقطر_د_امریکادبهرنی_سیاست_مشکل_جوړشوي_دي
مک میسټر دواړه هیوادونه په افراط پالنې تورن کړی او دامریکا د دښمنانو په لیکه کې ئې بللی او وئیلی ئې دی ، ترکیه اوقطر داخوان المسلمین غورځنګ اصلی ملاتړی دی او همدا لامل شوې له لویدیځ سره دترکیې اړیکې په دا ورستیو کلونو کې ترینګلی شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 14, 2017 10:54 Asia/Kabul
  • ترکیه اوقطر د امریکادبهرنی سیاست مشکل جوړشوي دي

مک میسټر دواړه هیوادونه په افراط پالنې تورن کړی او دامریکا د دښمنانو په لیکه کې ئې بللی او وئیلی ئې دی ، ترکیه اوقطر داخوان المسلمین غورځنګ اصلی ملاتړی دی او همدا لامل شوې له لویدیځ سره دترکیې اړیکې په دا ورستیو کلونو کې ترینګلی شی .

ایجیّټ ټوډې  خبری سایټ  راپورورکړی  دامریکا دملی امنیت سلاکار  مک مسټر  وئیلی دی ، ترکیه او قطر ، چط   دامریکا مهم متحدان وو،  دم ګړۍ  د دغه هیواد په بهرنی سیاست کې   په  خوراستر جنجال جوړونکی مشکل  دبدلیدو په حال کې دی .

  مک میسټر   دواړه هیوادونه  په افراط پالنې تورن کړی او  دامریکا د دښمنانو په لیکه کې ئې بللی  او وئیلی ئې دی ، ترکیه اوقطر  داخوان المسلمین غورځنګ  اصلی ملاتړی دی او  همدا لامل شوې   له لویدیځ سره   دترکیې اړیکې  په دا ورستیو کلونو  کې ترینګلی شی .

 مک مسټر   له ترهه ګرۍ  په ملاتړ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  په تورنولو سره  زیاته کړې ،   ترکیې زیاتره مشکلات  د اردوغان او د عدالت او پراختیا ګوند  په  خاطر دی .

 قطر اوترکیه  دامریکا دغه ډول ادعاګانې په کلکه   ردوی .

 د دوحې چارواکی ټینګار کوی   دامریکا تورونه  دهغه ائیتلاف  په ملاتړ کې دی ، چې  دعربستان په مشرۍ  او د اماراتو ،مصر ،بحرین په ګډون سره  د قطر په ضد جوړ شوی دی .

 همداراز  د ترکیې او امریکا اړیکې هم   د ترکیې دحکومت  له مخالفو کردانو    دواشنګټن  دپراخو ملاتړونو    او هم  په ترکیې کې  د ۲۰۱۶کال  په جولائی کې   په ناکامې کودتا  د تورنې ډلې  مشر  فتح ا..ګولن  ته  دپناه ورکولو  په علت تر ډیره حده ترینګلی  شوی دی .